د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

امریکا د سوریې له شماله خپل ټول سرتېري باسي


امریکایي ځواکونه
امریکایي ځواکونه

د امریکا متحده ایالات وایي، د سوریې له شمالي برخې چې ترکیې د کُرد وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، ټول سرتېري باسي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون یکشنبه وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ورته امر کړی چې امریکایي ځواکونه دې د سوریې له شمال څخه په خوندي او هر څومره ژر چې کېدای شي، وتل پیل کړي.

هغه دا ونه ویل چې ټرمپ له سوریې د ځواکونو د وتلو امر کړی، خو داسې ښکاري چې دې ته پام سره چې د جګړې په ډګر کې وضعیت هره شېبه تغییر مومي، دا به بل ګام وي چې متحده ایالات یې پورته کوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د سوريې په شمال کې د ترکيې په رهبرۍ د ځواکونو او کُرد وسله والو ترمنځ شديده جګړه روانه ده، شااوخوا زر امریکایي سرتېري په دې سیمه کې دېره دي او د اسلامي دولت ډلې او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې یې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو ملاتړ کړی دی.

د سوريې کُرد ځواکونو پرون وویل چې د سوريې له حکومت سره يې موافقه کړې، چې د مرستې ترلاسه کولو په بدل کې به د ترکيې د پوځي يرغل مخه نیسي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر پرون وويل، ترکيه "احتمالاً" نيت لري چې د اصلي پلان خلاف خپله حمله نوره هم پراخه کړي.

د ترکيې د پوځي عملياتو هدف په سیمه کې د کُردانو په مشرۍ د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو چې انقره يې د کُردانو د کارګر ګوند يا (PKK) يوه څانګه ګڼي، ماتول دي.

په سوریه کې ډموکرات ځواکونه
په سوریه کې ډموکرات ځواکونه

پي کې کې د درېيو لسيزو لپاره د کُردانو د کورواکۍ لپاره له ترکيې سره جګړه کړې ده.

د امريکا دفاع وزير دغه راز وويل، د سوريې ډموکراتيک ځواکونه د ترکيې د ځواکونو پرخلاف د يوه اتحاد د جوړولو لپاره د سوريې او روسيې له حکومتونو سره په مذاکرو بوخت دي.

په نوي پرمختګ کې د فرانسپرس خبري اژانس خبریالان وایي چې د سوریې د رژیم ځواکونه نن د ترکیې پولې ته نږدې شوي.

دغه سرتېري چې د سوریې بیرغونه رپوي، د تل تمر په لوېدیځ کې چې د رأس العین له ښاره چې د ترکیې د پوځي عملیاتو مهم هدف دی، ډېر لېرې نه دی، ځای پرځای شوي دي.

په عین حال کې کُرد چارواکو د سوریې له شمالي عین عیسی ښار له یوه زندانه د داعش د ۷۰۰ ملاتړو زندانیانو د تښتېدو خبر ورکړی دی.

په یوه بل پرمختګ کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې په شمال کې د ترکیې یرغل وغانده.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلوک چې په لوکسامبورګ کې یې څرګندونې کولې، پر یوه ګاونډي هېواد د ترکیې دغه یرغل له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د بل هر هېواد په څېر ترکیه باید نړیوال قانون ته غاړه کېږدي.

د دې ټولنې مشران غواړي چې پر ترکیې نور هم د وسلو پلورلو بندیزونه ولګوي.

تراوسه جرمني، فرانسې، ناروې او هالنډ پر ترکیې د وسلو پلورل بند کړي دي.

په عین حال کې په سیمه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په وړاندې د شنبې په ورځ د فرانسې، اتریش، جرمني، یونان او سویس په ګډون د اروپایي هېوادونو په یو شمېر ښارونو کې په زرګونو کسانو اعتراض وکړ.

ملګرو ملتونو بیا ویلي، له کله چې د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات پیل شوي، له دې سیمې له ۱۳۰ زره زیات کسان وتلي دي.

XS
SM
MD
LG