د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د سوریې په بحران کې د ترکیې څه پاتې دي؟


ترکي ځواکونه
ترکي ځواکونه

د ترکیې حکومت له ډېرو کلونو راهیسې په خپله خاوره کې د کردانو د بېلتون غوښتونکو له ډلې سره چې د کردانو کارګر ګوند (پي. کې. کې) بلل کېږي، ستونزه لري.

د کردانو دې بېلتون غوښتونکې ډلې ډېر کلونه له ترکیې د کرد مېشتو سیمو د جلا کولو لپاره وسله واله مبارزه وکړه.

د سوریې د خاورې په هغو سیمو کې چې د ترکیې پر پوله پرتې دي، اکثر کردان اوسېږي.

سوریه او ترکیه ګډه پوله لري.

د کردانو ټولنه په ترکیه کې هم مېشته ده.

د ترکیې حکومت (پي. کې. کې) یوه ترورېستي ډله ګڼي.

د اردغان حکومت ادعا کوي چې هغه کرد ملېشه چې د پېش مرګه تر نوم لاندې په سوریه کې د داعش پر ضد وجنګېدل له (پي. کې. کې) سره تړلي دي.

  • د عربو پسرلی

خو د سوریې او ترکیې لانجه هغه وخت مخامخ پیل شوه چې انقرې د بشارالاسد پر ضد دریځ غوره کړ.

په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد په ۲۰۱۱ میلادی کال کې پاڅونونه پیل شول.

تر هغه شپږ میاشتې وروسته رجب طیب اردغان دا بیان ورکړ چې "د سوریې ولس پر بشار باور نه لري او زه هم پر بشار باور نه لرم."

انقرې د غرب خوا ونیوه او پر دمشق يې ډيپلوماتیک فشارونه زیات کړل.

ترکیې د بشار الاسد د رژیم مخالفانو ته پناه ورکړه.

بشارالاسد
بشارالاسد

د ۲۰۱۱ میلادي کال په جولای کې د بشارالاسد د پوځ یو ډګروال ترکیې ته وتښتېد او هلته یې د بشار د رژیم پر ضد د "ازادې سوریې پوځ" په نوم ډله جوړه کړه.

په هغه پوځي ډله کې اکثر د بشارالاسد له پوځه تښتېدلي منصبدار او عسکر را ټول شوي وو.

د اسد د رژیم مخالفانو په ترکیه کې تر غونډو وروسته په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د "سوریې ملي شورا" په نوم سیاسي ډله تاسیس کړه.

د ترکیې حکومت رسماً هغې شورا ته "د سوریې د خلکو د مشروع استازي" موقف ورکړ.

  • د کردانو او جهاديانو پرضد جګړه

په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د داعش وسله والو د ترکیې پولې ته نږدې د کردانو پر ښار کوباني حملې پیل کړې.

سره له دې چې جګړه د ترکیې پولي ته تقریباً رسېدلې وه، ترکيې غربي قدرتونو ته اجازه نه ورکوله چې په کوباني کې له کردانو سره پوځي مرسته وکړي.

د ترکیې حکومت په سوریه کې د کردانو له پیاوړي کېدو او (پي. کې. کې) ته د نږدې ډلو د خودمختاره سیمې له رامنځته کېدو سخته وېره درلوده.

له دې امله اردغان پرېکړه وکړه چې له ترورېزم سره د جنګ تر بیرغ لاندې د داعش او (پي. کې. کې) پر ضد پوځي کمپاین پیل کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

انقره د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګست کې د امریکا په مشرۍ له پوځي ائتلاف سره چې د داعش پر ضد یې جنګ کاوه، یو ځای شوه.

هغه ائتلاف د سوریې د سرحدونو او هوايي ډګرونو د کنټرول هڅې کولې.

  • د سوریې په خاوره کې اول وار پوځي عملیات

ترکیې د ۲۰۱۶ میلادی کال په اګست میاشت کې د سوریې په شمالي سیمو کې د "فرات سپر" په نوم پوځي عملیات پیل کړل.

په دې ډول د عربو هغو ملېشه ډلو ته زمینه برابره شوه چې د ترکیې پولو ته له دوو نږدې سیمو جرابلس او الباب څخه د داعش وسله وال وباسي.

د ترکیې پوځ د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په سوریه کې د "زیتون څانګه" په نوم ځمکني او هوايي عملیات پیل کړل.

هغه عملیات د کرد ملېشه ځواک یا پېش مرګه پر ضد وشول او په پایله کې یې د ترکیې ټانګونه او عسکر د عفرین سیمې ته ور ننوتل.

د همدې کال په مارچ کې د ترکیې پوځ او د هغوی عربو ملګرو کردان له عفرینه وایستل.

  • درېیم وار پوځي عملیات

د ترکیې پوځ د سوریې په خاوره کې درېیم وار پوځي عملیات د اکټوبر په نهمه پیل کړل چې په نړیواله کچه وغندل شول.

واشنګټن د اکټوبر په شپږمه اعلان کړی و چې انقره به ژر هغه عملیات چې له ډېرې مودې راهیسې یې پلان کړی وو، د سوریې په خاوره کې پیل کړي او امریکايي ځواکونه به له سیمې ووځي.

XS
SM
MD
LG