د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

ولسي جرګه: د ننګرهار اچین کې د بم غورځولو مسئله دې وڅېړل شي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، په ننګرهار کې د داعش پر مرکز د امریکا له لورې د بم غورځولو مسئله دې د حکومت او ولسي جرګې د ګډ پلاوي له لوري وڅېړل شي.

د ولسي جرګې رئیس د دغه مطلب په څرګندولو سره وویل چې د ګډ پلاوي له څېړونو مخکې په دې اړه بحث کول به له وخته وړاندې وي.

د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو له وړاندیز وروسته عبدالروف ابراهیمي وویل چې د ولسي جرګې او حکومت ګډ پلاوی دې ننګرهار ته ولاړ شي او له نېږدې دې دغه موضوع وڅېړي.

عبدالروف ابراهیمي.
عبدالروف ابراهیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او د ترهګرو پر مرکز د امریکا د برید په اړه د یو پلاوي د لېږولو په اړه ستاسو وړاندیز دقیق دی، د حکومت او ملي شورا څخه یو ګډ پلاوی باید لاړ شي او د دغه پېښې د جانبي زیانونو، مرګ ژوبلې، اغیز او ټولو مسایلو په اړه دې څېړنې وکړي."

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز د امریکا له لوري غیري هستوي خو د ستر بم غورځولو بېلابېل غبرګونونه هم درلودل.

تر دې دمه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د غورځول شوي بم له کبله د ۹۴ داعشیانو وژل کېدل د افغانستان دفاع وزارت له لورې تائید شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د یاد برید په نتیجه کې په اچین کې د داعش څو تونلونه هم ویجاړ شوي دي.

افغان حکومت وايي چې دغه برید له دوی سره په همغږۍ شوی دی.

د دغه برید په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړیو له مخالف نظر سره ـ سره د جرګې ډېر شمېر غړي بیا په اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا له برید څخه هرکلی کوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار درزابي وايي چې د امریکا دغه برید هغو هېوادونو ته واضح پیغام درلود چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"امریکا نن پاکستان، ایران او ان روسیې ته واضح پیغام ورکړ چې که په افغانستان کې څه وشي له دې هم پورته پېښه کېدای شي."

د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالروف انعامي بیا وايي امریکا په دغه برید سره د سیمې هېوادونو ته د خپل قدرت توان وروښود.

عبدالروف انعامي.
عبدالروف انعامي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر دا تر ډېره نړیوال اړخ لري او سیمه ییزو قدرتونو ته د زور ښودل دي هغه قدرتونه چې یو وخت یې افغانستان اشغال کړی و او دوی یې مخه ونیوله، اوس غواړي چې په دا ډول عکس العملونو سره دا وښي چې تاسو زموږ د مزاحمت توان نه لرئ."

د ولسي جرګې یو شمېر زیات غړي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره د لوی بم کارونه پرځای ګڼي وايي چې په دغه برید کې ګڼو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسي جرګې غړیو همدا راز د دغه پېښې په اړه د حکومت له دریځه د ملاتړ ترڅنګ وویل چې امریکا باید د افغانستان له پولو اخوا هم د ترهګرو مزکزونه په نښه او لمنځه یوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG