د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

نیویارک ټایمز: د اچین حمله د داعش په وړاندې عملیاتو یوه برخه وه


په افغانستان کې د امریکا د پوځ له خوا د داعش ډلې پر مرکز د ترټولو لوی بم کارول د لویدیځ د اکثرو ورځپاڼو د پرونیو ګڼو سرلیک و.

دې بم د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو سیمه کې د داعش ډلې تر ټولو لوی مرکز په نښه کړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا بمباري د داعش پرضد د پراخو هوايي عملیاتو یوه برخه وه چې شمېر یې د روانې اپریل میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې په اوسط ډول د ورځې لسو ته رسېږي.

ورځپاڼه د افغان کومانډو ځواک د یو ویاند جاویدسلیم له قوله لیکي چې وايي دوی ته له مخکې د دې بمبارۍ په اړه خبر ورکړل شوی و او ځکه دوی د بمبارۍ له سیمې څه باندې درې کېلومتره لېرې ولاړل.

نیویارک ټایمز د سیمې د یوه اوسېدونکي له قوله چې د اسدخېلو له کلي دوه نیم کېلومتره لیرې اوسېږي لیکي چې وايي، د دې بم چاودنه هومره درنه وه چې کلیوالو فکر کاوه د دوی کلی په نښه شوی.

نوموړی زیاتوي چې د بم چرې د ده پر کور هم راپریوتې.

د یوه بل څېرمه کلي اوسېدونکي ورځپاڼې ته ویلي چې د بمبارۍ په نژدې څلورنیم کېلومترۍ کې ۴ کورونه ویجاړ شول.

ګارډین:

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې په یو انتقادي مطلب کې لیکلي چې بمونه غیر دقیق، ګران او بېرحمه دي او چې څومره یې سیاستوال زیات کاروي، هومره یې ستراتیژیک اهمیت کمېږي.

د ګارډین مطلب زیاتوي چې امریکا او بریتانیا له شپاړسو کلونو راهیسې په بې ثباته اسلامي هېوادونو کې بمباري کوي خو دې کار له مرګ او ګډوډۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

بلفاست ټلګراف:

بلې بریتانوۍ ورځپاڼې بلفاست ټلګراف په خپله پرونۍ ګڼه کې پر اچین ولسوالۍ د امریکا له بمبارۍ وروسته د دې سیمې ښکلی تصویر خپور کړی او په دې اړه په یوه مطلب کې د څارونکو په حواله لیکي، د دې بم چې د بمونو د مور په نوم یادېږي کارول هغې زلزلې ته ورته و چې پیغام یې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ اعلان و.

بلفاست ټلګراف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وینا رااخیستې چې وايي، د داعش وسله والو د اسدخېلو په سیمه کې د خپلې دفاع لپاره موضع ګانې او سمڅې جوړې کړې وي نو ځکه د له منځه وړلو یوازینۍ لار یې د لوی بم کارول و.

واشنګټن پوسټ:

او واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي، د امریکا پوځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پرضد په تیرو څو اونیو کې د افغان او امریکايي ځواکونو له جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره تر ټولو لوی بم وکاراوه.

واشنګټن پوسټ لیکي، اچین ولسوالي یوه کرنیزه سیمه ده چې د اوسیدونکو شمیر یې پخوا د افغانستان د احصاییې د ریاست د ارقامو له مخې نوي زره کسانو ته رسیده خو په تېرو دوو کلونو کې چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو په دې سیمه کې ځای ونیو د دې سیمې لسګونه زره اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول او څېرمه کلیو او ولسوالیو ته ولاړل.

واشنګټن پوسټ په پای کې لیکي معلومه نه ده چې د دې ولسوالۍ څومره اوسېدونکي به لاهم په خپله سیمه کې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG