د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

خبرونه

ټویټر وايي درې لکه شپږ اويا زره او ٨٩٠ حسابونه یې تړلي

ټولنيزې شبکې ټويټر پرون وويل چې درې لکه شپږ اويا زره او ٨٩٠ حسابونه‌يې د تېر کال په دوهمه نيمايي کې د ټرورېزم د ترويج له کبله تړلي دي.

دا د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د حسابونو په ځنډولو کې ٦٠ فيصده زياتوالى ښيي.

له دې سره د ٢٠١٥ میلادي کال له اګسټ مياشتې راهيسې د تړل شویو حسابونو شمېر شپږ لکه ٣٦ زره او ٢٤٨ ته ورسېد.

هغه وخت ټويټر ويلي وو، د افراطيت د خپرولو د مخنيوي لپاره به خپلې هڅې زياتوي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حکومتونو پر ټويټر، فېس‌بوک او نورو ټولنيزو شبکو فشار راوستلى، څو د هغو سخت دريځو مخه ونيسي چې له دغو شبکو په استفادې کسان ګماري او حملې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا: د سایبر یو متخصص روسیې ته د جاسوسۍ په تور په ۲۱ کاله بند محکوم شو

د امریکا د ناسا ادارې تصویر
د امریکا د ناسا ادارې تصویر

د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سایبر یو متخصص چې د لنډې مودې لپاره یې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په اداره کې کار کړی و، روسیې ته د جاسوسۍ د هڅې په تور پرون په څه باندې ۲۱ کاله بند محکوم شو.

د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې تورن جارح سیباستیان دالکې نومېږي، ۳۲ کلن دی او د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې یې د څه کم څلورو اوونیو لپاره د امریکا د ملي امنیت په اداره NSA کې کار وکړ، خو بیا یې ناڅاپه کار پرېښود.

محکمې ته د وړاندې شویو اسنادو له مخې دالکې هلته د کار پرمهال د امریکا د ملي امنیت اړوند محرم اسناد پرینټ کړي وو او وروسته یې یوه کس ته چې ده ته یې ځان د روسیې اجنټ معرفي کړی و، خو اصلا د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا FBI پټ مامور و، د ۸۵ زره ډالرو په بدل کې د دې اسنادو پلورل منلي وو.

یوناما د هرات پر یوه جومات د برید غندنه او د پلټنو غوښتنه وکړه

د یوناما لوګو
د یوناما لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات ولایت پر یوه جومات برید چې اوه تنه یې وژلي، غندلی دی.

یوناما په یو بیان کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د ژر تر ژره څېړنو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پانه لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلي قانع لیکلي دي چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې برید د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوی دی.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم او یو ملا امام هم شامل دي.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو داعش ډلې دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه منلې ده.

حماس ډله: غزه کې د اوربند په اړه د اسراییلو پر طرحې غور کوو

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

فلسطینۍ حماس ډله وايي، د لسګونه برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییل د طرحې په اړه غور کوي.

دې ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا کسان د تېرکال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د برید پرمهال برمته کړي وو.

د حماس یوې سرچینې په قاهره کې له خبرو وروسته قطر ته د ستنېدو پرمهال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې د اسراییلو د وړاندیز په اړه به په خپلو کې بحثونه وکړي او سمدستي به یې ځواب ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکین ویلي دي چې د اسراییلو په طرح کې د اوربند شرایط خورا زیات سخاوتمندانه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بېګا د غزې په رفح ښار کې د اسراییلو په حملو کې د فلسطیني چارواکو په وینا شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان ووژل شول.

د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نژدې نیمایي د جګړو له وېرې په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.

د امریکا، برېتانیا، فرانسې او جرمني استازو د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

د بشري حقونو نړیواله شورا
د بشري حقونو نړیواله شورا

د متحدو ایالتونو، برېتانیا، فرانسې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دې استازو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو د وضعیت پر ترینګلتیا انتقاد کړی.

د دې هېوادونو استازو په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په غونډه کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

په دې غونډه کې چې پرون دوشنبې پیل شوه او د مې تر لسمې پورې به دوام وکړي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې راپورونه چې ملګرو ملتونو او نورو ادارو برابر کړي دي، ارزول کېږي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: پاکستان مېشتو افغان خبریالانو سره دې لاسنیوی وشي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر مسولانو هلته د کډوالو افغان ژورنالېستانو په لاسنیوي ټینګار کړی دی.

لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته درېیمو هېوادونو ته د تګ نیت لري، پاکستان کې دېره دي او د راپورونو له مخې بدې ورځې ګالي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او یوشمېر نورو رسنیو لیکلي چې پرون دوشنبه د خبریالانو استازو او ملاتړو په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستان له حکومت او نورو خواوو وغوښتل چې د دغو خبریالانو ملاتړ ته ودانګي.

په راپور کې راغلي چې دغه افغان خبریالان تر ډېره بې کاره دي او د پاکستان د ویزو د نه درلودو په ګډون ګڼې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې لري.

پخوا دغو خبریالانو ازادي راډیو ته ویلي چې هلته وخت نا وخت ځورول کیږي او ګڼې ستونزې ګالي.

په تېرو میاشتو کې هلته د ازادۍ راډیو د یوه خبریال په ګډون پر یوشمېر خبریالانو مرموز بریدونه هم شوي دي.

قاهره کې د غزې د اوربند په اړه له هڅو سره هم مهاله، غزه کې فلسطینیان وژل شوي

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

د اسراییلي پوځیانو هوایي بریدونو پرون داسې مهال لسګونه فلسطینیان ووژل چې د امریکا او حماس استازي په قاهره کې د اوربند د خبرو نوي پړاو ته کیناستل.

حماس چې په غزه کې له اسراییلو سره په جګړه بوخت دي، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کیږي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې په پرونیو بریدونو کې ډېر فلسطینیان د غزې په جنوبي ښار رفح کې وژل شوي، چېرته چې د غزې د ۲اعشاریه درې میلیونه وګړو نژدې نیمایي برخې له جګړې پنا وړې ده.

پر رفح ښار له هوایي بریدونو څو ساعته وروسته د مصر دولتي تلویزیون وویل چې د حماس پلاوی بیرته دوحې ته روان شوی او د اوربند د غوښتنې په تړاو به له لیکلي ځواب سره بیرته قاهرې ته ستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د منځني ختیځ په سفر بوخت دی له حماسه غوښتي چې د اوربند غوښتنه ومني.

جوزپ بوریل: یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول اعلان وکړ چې تمه ده څو اروپايي هېوادونه تر یوې بلې میاشتې پورې یو فلسطینی دولت په رسمیت وپېژني.

جوزپ بوریل دغه خبر پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم د ځانګړې غونډې په څنډه کې اعلان کړه.

امریکا متحده ایالتونو بیا شاوخوا لس ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه ویټو کړ.

د امنیت شورا ۱۲ غړو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ کړی و، چې په دوی کې د امنیت شورا د دریو دایمي غړو فرانسه، چین او روسیې سربېره د امریکا دوه اسیايي متحدان جاپان او جنوبي کوریا شامل دي.

تېره میاشت هسپانیې، ایرلنډ، مالتا او سلوانیا اعلان وکړ چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو لپاره به په ګډه کار کوي.

یونیسف د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین کې د افغان ښځو رول وستایه

ارشیف
ارشیف

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګډون پر اهمیت ټینګار لري.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې افغانستان څانګې د ایکس پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه ښځې د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته واکسین تطبیقوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، خو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دوی لپاره استثناء رامنځته شوې ده.

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د پولیو واکسیناسیون پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، په دغه څلور ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقږي او هر ماشوم ته به ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.

د هرات - غور لارې د جوړولو چارې پيل شوې

د غور - هرات لاره - ارشیف
د غور - هرات لاره - ارشیف

د طالبانو حکومت د هرات – غور سړک د رغولو کار پیل کړ.

د سړک د جوړولو چارې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوې.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي راپور ورکړی دغه ۳۵۰ کیلومتره اوږد سړک د سرب او جستو د کان له عوایدو تمویل او د قراردادي شرکتونو له خوا جوړیږي.

د غور- هرات سړک د افغانستان د مرکزي لويې لارې يوه برخه ده چې هرات، غور، باميان، دايکنډي او ميدان وردک ولايتونه له کابل سره نښلوي.

دا لویه لار د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال پلان شوې وه او د ۷۰۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د کابل – کندهار – هرات له لویې لارې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لنډه ده.

طالب چارواکي: هرات کې پر یوه جومات د برید له امله ۶ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هرات کې یوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې شپږ تنه یې وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن نهه بجې د ګزرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلی قانع د پیښې نور جزیات نه دي ورکړي.

ځینو محلي رسنیو بیا ویلي چې برید د امام زمان په نوم جومات باندې شوی چې د شیعه مذهبو اړوند دی.

په ډزو کې د یوه ماشوم او یوه ملا امام د وژلو خبره هم شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغو ډزو مسولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې داعش وسله والې ډلې د ورته بریدونو پړه منلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG