د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د افغانستان شمال ختیځ کې د نا امنیو پراخېدو په اړه اندېښنې


د افغانستان د شمال ختيځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو يو شمېر استازي په یادو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو له زیاتوالي څخه اندېښنه ښيي او په وړاندې يې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د دغو ولایتونو ځېنې سیمې او يو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي چې که تازه دمي ځواکونه او تجهیزات ورته ونه رسېږي، نو راتلونکی پسرلی به خونړی وي.

د بدخشان د ولایتي شورا د یو شمېر استازو په خبره، د دغه ولایت یمګان، وردج او جرم ولسوالۍ د طالبانو او يو شمېر نورو بهرنیو جنګیالیو په مرکزونو بدلې شوي چې په کې خپلو جنګیالیو ته روزنه ورکوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري ازادي راډیو ته وویل، دوی ولسمشر ماڼۍ او دولت سره د خپلو اندېښنو شریکولو په هدف کابل ته راغلي.

ښاغلی نظري وايي، که د بدخشان وضعیت ته سمه پاملرنه ونشي نو راتلونکی پسرلی به خلکو ته ډېر خونړی او له ناوړه پېښو څخه ډک وي.

عبدالله ناجي.
عبدالله ناجي.

نوموړي زیاته کړه:

"د بم جوړولو او جنګیالیو د روزولو فعالیتونه عملاً په کې روان دي، موږ د همدې موضوع لپاره کابل ته راغلي یو چې مسؤلینو سره خبرې وکړو، که دې موضوع ته جدي پاملرنه ونشي نو راتلونکی پسرلی به ډېر خونړی وي."

د بدخشان ترڅنګ د هېواد په شمال ختيځ کې کندز او تخار دوه نور ولایتونه دي چې په کې د طالبانو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې مطرح کېږي.

له کندز څخه د سلګونو کسانو تېښته او د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې يې مېشت کېدل د دغه ولایت د نا امنۍ بېلګې دي چې اوسېدونکي يې بېځایه کېدو ته اړ کړي دي.

په همدې توګه تېره اوونې کې د طالبانو په لاس په موقت ډول د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالیو سقوط د دې ښودنه کوي چې طالبان غواړي په دغو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د بغلان د ولایتي شورا رئیس اسدالله شهباز وايي، د دغه ولایت د برکې، مرکزي بغلان، دهنه غوري او ډندې شهاب الدین ولسوالۍ يا د طالبانو په لاس کې دي او يا هم له لوړو امنیتي تهدیدونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو له دېرشو تر څلوېښت سلنې د طالبانو په لاس کي دي، دهنه غوري او ډنډې شهاب الدین په بشپړ ډول د دغې ډلې په لاس کې دي، ستونزه د مرکز څخه په سلیقوي چلند او ټاکنو کې ده، تر هغې چې ښه حکومتوالي په دغو ولایتونو کې رامنځته نشي دا سردردۍ به دوام کوي."

نېږدې يوه اوونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو د لمانځنې په ورځ وویل چې راتلونکی کال به د وسله والو مخالفینو د ماتې کال وي او د امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې به هم کموالی راځي.

خو له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، همدا اوس اتیا په سلو کې افغان ځواکونه د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي او پخپلو عملیاتونو کې يې وسله والو طالبانو ته سختې ماتې ورکړي چې دوام لري.

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

نوموړي زیاته کړه:

"په هغو سیمو کې چې د مخالفینو لخوا تهدیدونه موجود و هلته زموږ عملیاتونه دوام لري، موږ خپل امنیتي ځواکونه اتیا سلنه تجهیز کړي، زموږ فعالیتونه دوام لري، دا چې راتلونکي کال کې به څه کېږي، ستونزو ته په کتو موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، خو د مخالفینو د ځپلو په هدف د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي."

ښاغلی رادمنش وايي، دوی هیله من دي چې په راتلونکې کال کې به افغان امنیتي ځواکونه د نړيوالې ټولنې په مرسته لا ښه تجهیز شي.

خو د ولایتي شورا استازي بیا دا ډول څرګندونې له شعاره اخوا بله څه نه ګني او وايي چې افغان حکومت د ژمي په فصل کې د لویو عملیاتونو موقع له لاسه ورکړه.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG