د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

ایماق: طالبانو د تاله‌وبرفک په نیولو ځان ته د شمال او جنوب لاره خلاصه کړه


د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروزالدین ایماق د طالبانو هغه ادعا تائید کړې چې وايي، د تاله‌وبرفک ولسوالۍ یې د افغان حکومتي له ځواکونو څخه نیولې ده.

ښاغلي ایماق ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ د چهارشنبې په ماسپښین د وسله‎والو طالبانو لاس ته ولوېده.

د بغلان د ولایتي شورا غړی فیروزالدین ایماق وايي:

"په داسې حال کې چې د تاله‌وبرفک ولسوال او امنیه قوماندان دواړه په مرکز پلخمري کې وو، طالبانو له دوو لورو پر دې ولسوالۍ برید وکړ."

د ښاغلي ایماق په وینا ولسوالۍ کې عادي امنیتي پرسونل څلور ورځې مقاومت وکړ او بالاخره د درې سرتېرو په وژلو او ۱۳ نورو سرتېرو په اسیرېدو دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله.

د بغلان تاله‌وبرفک ولسوالۍ له بامیان او پروان ولایتونو سره شریکې پولې لري او له ستراتیژیک پلوه بغلان کې یوه مهمه ولسوالۍ ګڼل کېږي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی فیروزالدین ایماق وايي، د دې ولسوالۍ سقوط په شمال کې مېشت وسله‎وال طالبان د افغانستان له جنوب سره نښلوي.

نوموړی وايي:

"مخالف وسله‎وال مخکې د مرکزي بغلان له لارې د کندز له چهاردرې سره وصل و، همدارنګه کله‌یې چې د دهنې غوري ولسوالۍ ونیوله نو دا لوری هم د کندز چهاردرې سره وصل شو. د تاله‌وبرفک په سقوط سره وسله‎وال د غوربند سره وصل شول چې بالاخره له دې لارې له غزني او میدان وردګ سره تړل کېږي او د افغانستان شمال له جنوب سره وصلوي. اوس دوی کولای شي چې له جنوبه له طالبانو سره کېدونکې مرستې او اکمالات په اسانۍ د موټرو له لارې د افغانستان شمال ته انتقال کړي او له جنوبه شمال ته په تګ راتګ کې به هم د کوم خطر احساس نه‎کوي."

نوموړي همدارنګه وویل چې د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د ډبرو د سکرو او طلا کانونه لري چې له دې پلوه د طالبانو لپاره اقتصادي اهمیت هم لري.

د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروزالدین ایماق تور پورې کړ چې مرکزي حکومت بغلان ته وړ چارواکي نه‌استوي او دا د دې سبب شوې چې د دې ولایت پراخې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د تاله‌وبرفک ولسوالۍ یې نیولې.

دوی همدارنګه د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره په جګړه کې د درې پولیسو وژل کېدل او د ۱۳ نورو د اسیرېدو ادعا هم کړې.

موږ هڅه وکړه چې بغلان او پلازمېنه کابل کې د تاله‌وبرفک د ولسوالۍ د سقوط په اړه د لوړپوړو امنیتي چارواکو نظر واخلو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG