د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د بغلان ځیني استازي: که حکومت پام کړی وی، تاله‌وبرفک سقوط نه‌کاوه


په مشرانو جرګه کې د بغلان د خلکو یو شمېر استازي اندېښنه لري چې د وسله‎والو طالبانو لاسته د تاله‌وبرفک ولسوالۍ لوېدل به د نورو ګاونډیو ولسواليو او د کابل–بغلان لويې لارې ته امنیتي ګواښونه زیات کړي.

په مشرانو جرګه کې د بغلان استازي محمد فیصل سمیع د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مرکزي او سیمه‌ییز حکومت نه‌پاملرنه د دې لامل شوه چې تاله‌و‌برفک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ښاغلي سمیع وویل، دوی په تاله‌وبرفک کې د طالبانو د شتون او د یادې ولسوالۍ د سقوط په اړه په وار-وار سره امنیتي ادارو ته خبر ورکړی و او غوښتنه‌يې ترې کړې وه چې پر ضد يې باید چاڼیز عملیات ترسره شي خو له بده‌مرغه چې هېڅ پاملرنه ونه‎شوه او بلاخره تاله‌وبرفک د طالبانو لاس ته ولوېده.

نوموړی وايي:

"د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د سقوط عمده او اساسي لامل د مرکزي او سیمه‌ییز حکومت بې‌درېغه نه‌پاملرنه وه، د دې ولسوالۍ سقوط په نورو ګاونډیو ولسوالیو لکه دوشي او د کابل–بغلان په لویه لاره ډېر منفي تأثیرات لري او ګواښونه پېښوي."

د ښاغلي سمیع په خبره که دولت د تاله‌وبرفک د بېرته نيولو لپاره پیاوړې اراده ولري نو د دغې ولسوالۍ بېرته خپلول شوني دي خو دی وايي، ليدل کېږي چې دا شان اراده او مدیریت په دولت کې نه‎دی موجود.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم وايي چې کمزوری مدیریت، په امنیتي لیکو کې د همغږۍ نه‌شتون او د فساد موجودیت د یادې ولسوالۍ د سقوط عمده لاملونه دي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې لومړي منشي عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې لومړي منشي عرفان‌الله عرفان په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"کمزوری مدیرت، زموږ قطعاتو ته د مناسبو تجهیزاتو او اکمالاتو نه‌رسېدل او په‎دغسې قطعاتو کې د فساد شتون هغه څه دي چې له امله‌يې زموږ عسکر روحیه له لاسه ورکوي او سیمه پرېږدي."

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د چهارشنبې په ورځ د تاله‌و‌برفک ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاس ته ولوېده.

د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروزالدین ایماق ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‎والو طالبانو په یاده ولسوالۍ د برید پر مهال یو افغان سرتېری وژلی او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند، ننګرهار، بدخشان، ارزګان، غزني، زابل، نورستان او لغمان ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ هم د وسله‎والو طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.

خو له دې ټولو سره-سره د دفاع وزارت مسؤلین وايي، امنیتي ځواکونو له دې امله چې د ولسي زیانونو مخنیوی وشي سیمه‌یې پرېښوده، خو د دوی په وینا دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دې وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"په تاله‌وبرفک کې ستونزه پیدا شوه، کوم سرتېري او خلک چې هلته استوګن وو په دې خاطر چې ټپيان او شهیدان زیات نه‎شي، دوی له خپل ځایه بې‌ځایه شول، خو موږ تاسې ته وایو چې ډېر ژر دغې ستونزې ته رسېدنه کېږي، ان‌شاءالله تاسې به واورئ چې دا ستونزه پای ته ورسېده."

په مشرانو جرګه کې د بغلان د خلکو استازی وايي، امنیتي ځواکونه باید د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره خپلې هلې ځلې جدي کړي او اجازه ورنه‎کړي چې هېواد د ناامنۍ او ناورین پر لور روان کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG