د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ځینو ولایتونو ویاندویانو ۱۳۹۶ کې د امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړ


د يو شمېر ولایتونو ویندویان وايي، نا امني او د غیر مسؤله وسله‌والو ډلو فعالیتونه ورته د اندېښنې وړ دي.

یاد ویندویان وايي، د داعش او يو شمېر نورو غیر مسؤله وسله‌والو ډلو فعالیتونه ورته د اندېښنې وړ دي او که‌يې مخه ونه‌نیول شي نو په راتلونکي پسرلي کې به ناامنۍ لا ډېرې شي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د ویندویانو له‌خوا د ۱۳۹۵ کال د راپورونو وړاندې کولو په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې داعش ډله په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د جلب او جذب په حال کې ده چې په وړاندې یې باید جدي اقدامات وشي.

ذبیح الله اماني
ذبیح الله اماني

نوموړي زیاته کړه:

"له شپږو اوو میاشتو ډېره موده کېږي چې داعش ډله په سرپل، جوزجان همدارنګه د فاریاب په يو شمېر ولسوالیو کې د جلب او جذب په حال کې دي چې که دغه چاره دوام پيدا کړي نو په راتلونکي پسرلي کې به په سرپل او ګاونډیو ولایتونو کې ډېرې ستونزې پیدا کړي."

ښاغلي اماني وویل چې د ۱۳۹۵ لمریز کال په اوږدو کې وسله‌والو ډلو څلور ځلې په سرپل ولایت حملې وکړې چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا پر شا وتمبول شول.

د یادونې ده چې په ننګرهار کې هم داعش ډلې لومړی خپل فعالیتونه کرار-کرار خو وروستي حد ته‌یې ورسول چې د یاد ولایت یو شمېر ولسوالۍ یې نا امنه او د خلکو په وژلو یې لاس پورې کړ.

په ورته وخت کې د فراه ولایت مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې هم امنیتي ستونزې شته خو دوی هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد ناصر مهري د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې شااوخوا درې څلور میاشتې وړاندې هم د فراه ولایت په مرکز باندې حمله وشوه او اوس هم يو لړ امنیتي ننګونې په دغه ولایت کې موجودې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم امنیتي تهدیدونه شته، حتی درې څلور میاشتې وړاندې وسله‌وال مخالفین د ولایت مرکز او امنیتي کمربند پورې هم ورسېدل خو موږ وتوانېدو چې د خلکو او د امنیتي ځواکونو په مېړانې سره دوی ته ماتې ورکړو او مرکز وژغورو."

په همدې حال کې بیا د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو له موجودیت څخه اندېښنه ښيي.

د دغه ولایت د والي ویاند سید محمود دانش ازادي راډيو ته وویل چې په کندز ولایت کې تر ټولو ستره ننګونه د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو موجودیت دی چې خلکو ته‌يې ستونزې پيدا کړي.

سید محمود دانش.
سید محمود دانش.

نوموړي زیاته کړه:

"په کندز ولایت کې تر ټولو ستره ستونزه د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې د غېر مسؤله وسله‌والو کسانو موجودیت دی چې همدا مهال شااوخوا دوه درې سوه غیر مسؤله وسله‌وال کسان د خان‌اباد ولسوالۍ کې حضور لري چې په نا امنیو، غلا او يو شمېر نورو غیر قانوني اعمالو لاس پورې کوي."

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې دوی په ناامنو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د پلانونو د شنډولو لپاره پراخ عملیات په پام کې لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG