د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

مرتضوي: غني او ټرمپ پر امنیتي اقتصادي او پراختیايي مسایلو خبرې وکړې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار د پیلېدو راهیسي د امریکا او افغانستان ولسمشران ټلیفوني خبرې کوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې محمد اشرف غني او ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمي د امنیتي مسایلو، اقتصادي او پراختیایي چارو او دغه راز د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په اړه بحث وکړ.

شاه حسین مرتضوي وویل چې د امریکا ولسمشر د ترورېزم په وړاندې د افغانستان مبارزه د دواړو هېوادونو د لانېږدېوالي سبب وبلله.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې ټلیفوني خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ترورېزم په وړاندې د افغانستان عملي او اغېزمنې هڅې او بریالیتوبونو، د دواړو هېوادونو دولتونه او ملتونه په عمده شریکانو بدل کړي دي."

مرتضوي زیاته کړه چې افغان ولسمشر د خپل امریکایي سیال د خبرو په تائید سره وویل افغانستان به په نېږدې راتلونکي کې په یوه داسې همکار او متحد بدل شي چې پر خپل ځان بسیا اوسي.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او ګواښونو په پام کې نیولو سره د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبري کړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د هېواد په امنیت او د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د امریکایې ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت رول د ستاینې وړ بللی دی.

دا خبرې داسې مهال شوي چې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تېرماښام د امریکا په سنا مجلس کې د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال ویلي چې اړتیا ویني چې افغانستان ته څو زره نور پوځيان ولېږل شي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نوموړي ویلي چې دا مسئله به وروسته له ولسمشر ټرمپ سره مطرح کوي.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې چې ولسمشر ټرمپ په رسمي ډول دنده نه وه پیل کړې، پر ټلیفون خبرې کړي وې.

په هغو خبرو کې ولسمشر غني له خپل امریکایې سیال څخه غوښتې وه چې افغانستان ته سفر وکړي.

د تېرې شپې په ټلیفونې خبرو کې د امریکا ولسمشر ویلي چې ډېر ژر به له افغان ولسمشر سره وګوري.

دواړو لورو توافق کړی چې د دواړو هېوادونو کاري ټیمونه دې د د ولسمشرانو د لیدو پر لارو چارو کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG