د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

اسوشیټېډپرېس: امریکا د افغانستان په پرتله عراق او سوریې ته ډېره پاملرنه لري


سره له دې چې د افغانستان د ولسمشر او د امریکا د دفاع وزیر تر منځ د تېرې شپې ټیلیفوني خبرې شوي چې د افغانستان لور ته د امریکا د نوي حکومت پاملرنه ښيي، خو د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس په یو رپوټ وايي د امریکا نوی حکومت د افغانستان په نسبت عراق او سوریې ته ډېره پاملرنه لري.

د افغانستان د ولسمشر او د امریکا د دفاع وزیر تر منځ د چهارشنبې خبرو کې د ترورېزم ضد هلو ځلو او سیاسي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې شوې دي، خو د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په خپل یو رپوت کې وايي، څومره پاملرنه چې د امریکا نوی حکومت‌یې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف جګړې ته لري په افغانستان کې روانې جګړې ته‌یې نه‌ده ښودلې سره له دې چې دغه جګړه د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ګڼل کېږي.

راپور: د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده.
راپور: د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس رپوټ وايي، د افغانستان جګړه اوس خپل شپاړسم کال ته داخل شوې، خو کومه وینا چې ولسمشر ډونالد ترمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ کې وکړه افغانستان ته په‌کې یوازې یوه څنګ لورې اشاره وشوه.

او په دې هکله هم تر اوسه کوم بحث او څېړنه نه‌ده شوې چې نوی حکومت د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کومه نوې پالېسي جوړوي کنه؟

ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپلې وینا کې وویل چې امریکا د خپل هر هغه سرباز چې له هېواده بهر خدمت کوي په شمول د هغو چې په افغانستان کې دي قدرداني کوي.

د امریکا ولسمشر په دې خبره هغو ۸۴۰۰ امریکایي سربازانو ته اشاره وکړه چې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي او د ترورېزم ضد عملیات ترسره کوي.

خو په افغانستان کې دغه مأموریت د هغو هلو ځلو څخه لوی توپیر لري چې واشنګتڼ‌یې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره ترسره کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ دفاع وزارت ته ویلي چې په دېرشو ورځو کې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره نوی پلان جوړ کړي.

دا هم څرګنده نه‌ده چې سپینه ماڼۍ د افغانستان د ځواکونو د پیاوړتیا او په دغه هېواد کې د امریکايي سربازانو د پاتې کېدو لپاره کوم نوی پلان جوړوي که د اوباما د حکومت پالېسي ته دوام ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تېره میاشت کانګرس ته وویل چې د طالبانو وروستیو پرمختګونو زموږ ځینې لاسته راوړنې تهدید کړي.

جېمز متېس
جېمز متېس

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، په دفاع وزارت کې پراخه تمه دا ده چې دفاع وزیر جېمز متېس به د افغانستان چارې په دقیقه توګه وڅېړي.

نوموړی چې متقاعد جنرال دی د تېرې لسیږي په لومړیو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشري کړې او د ناټو تړون له‌خوا افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې د هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس لیکي چې د امریکا دفاع وزیر په داسې ورځ د افغانستان ولسمشر سره خبرې وکړې چې بل‌خوا په کابل د سترې محکمې مخې ته انتحاري برید لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل چې دا پېښه د افغانستان مخې ته پراته ګواښونه په ګوته کوي.

کاووسي: د سترې محکمې مخې ته چاودنه کې ۱۹تنه وژل شوي

تمه ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د جګړې په هکله کانګرس ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG