د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

سیفر بریف: ټرمپ به د افغانستان له جګړې سره څرنګه چلند کوي؟


د سیفر بریف امریکایۍ ویبپانه لیکي چې د امریکا د نوي ولسمشر مخې ته یوه مهمه سیاسي مسئله د افغانستان ده.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال او په تېرو دوو اونیو کې چې په رسمي ډول ولسمشر شوی دی، د افغانستان موضوع نه ده یاده کړې.

خو سیفر بریف ویبپاڼه پوښتنه کوي، ټرمپ به د افغانستان له جګړې سره چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده څرنګه چلند کوي؟

تردې پوښتنې وروسته دا خپرونه لیکي:

د جنوري په ۱۲مه چې کله سنا جیمز ماتیس د امریکا د دفاع وزیر په توګه تائیداوه نو له هغه یې پوښتنه وکړه، په افغانستان کې د امریکا ملي ګټې او اهداف څه دي او څه ډول سټراټیژي هلته پکار ده؟

جیمز ماتیس په ځواب کې وویل، زموږ ټولو د سېپټمبر ۱۱مه نېټه په یاد ده. موږ باید هره هغه هڅه وکړو چې اړتیا وي ترڅو د ورته بریدونو مخه نیول شوې وي.

د سیفر بریف وړاندې لیکي:

په افغانستان کې امریکا پر دوو موضوعاتو تمرکز کړی، پوځ او رغاونه.

په پوځي برخه کې اوس شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان په دغه هېواد کې شته.

دوی له افغان ځواکونو سره یوځای نه پریږدي چې دغه هېواد بیا د تروریستانو په خوندي پناهځای بدل شي.

خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان، پاکستان او منځۍ اسیا د برخې د پخواني ځانګړي مرستیال نیکولاس مورو خبرې رااخیستې دي چې وایي:

"ولسمشر ټرمپ باید ډېر ژر د افغانستان له ولسمشر سره په ګډه دا اعلان وکړي چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پرته له معین مهالویشه پاتې شي."

د بیارغاونې برخه کې بیا د سیفر بریف لیکي چې ترننه امریکا نېژدې ۱۱۵ میلیارډه ډالر د افغانستان په بیارغاونې لګولي دي خو د اسنادو په کتابونو کې دا سمه نه ده معلومه شوې چې څرنګه مصرف شوي دي.

خپرونه لیکي:

د ټرمپ اداره باید د افغانستان سټراټیژي ته په بیا کتنه کې د پوځي حضور ترڅنګ د بیارغاونې مسئلې ته پام وکړي.

خپرونه بیا د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغاونې د ځانګړي مفتش سیګار راپورونو ته اشاره کوي چې په افغانستان کې له اداري فساده شکایت لري.

یوه بله امریکایۍ ویبپاڼه، ورلډ ټربیون هم د ډونالډ ټرمپ ادارې ته وړاندیز کوي چې ژر تر ژره دې په پوځي او سیاسي برخه کې هڅې زیاتې کړي.

ورلډ ټربیون د افغانستان او پاکستان مسئله یوځای یادوي او لیکي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶میلادي کال په پیل کې پر دې غور کړی و چې د پاکستان پر اوو دولتي او شخصي کمپنیو چې د دغه هېواد له اټمي پروګرام سره ارتباط لري، بندیزونه ولګوي.

خپرونه بیا لیکي اوس معلومه نه ده چې د ترمپ اداره به پر پاکستان د بندیزونو پر لګولو تمرکز وکړي که ونه کړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماتیس مخکې تر دې چې د سنا له لورې د باور رأیه واخلي، ویلي و، که دفاع وزیر شي پر پاکستان به فشار راولي چې پرې نه ږدي چې وسله وال له دغه هیواده افغانستان ته داخل شي.

XS
SM
MD
LG