د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

جمعیت ګوند ارګ سره نتیجې رسېدو لپاره نور ته ۲ میاشتې وخت ورکړی


د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړو د بلخ سرپرست والي ته دوه میاشتې وخت ورکړی چې له ارګ ماڼۍ سره خبرې یوې نتیجې ته ورسوي.

د جمعیت اسلامي ګوند خبر ورکوي چې د دغه ګوند د رهبرۍ شورا غړو احمد ضیا مسعود او محمد اسماعیل خان چې پخوا یې له ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو مخالفت کاوه اوس‌یې له دغو خبرو ملاتړ کړی دی.

د جمعیت ګوند ویاند او د رهبرۍ شورا غړي عبدالشکور واقف حکیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره عطا محمد نور ته دوه میاشت وخت ورکړی څو له ارګ سره خبرې یوې نتیجې ته ورسوي.

خو د نوموړي په خبره که له دوو میاشتو وروسته د عطا محمد نور او ارګ ماڼۍ خبرې نتیجه ورنه‌کړي جمعیت ګوند به په دې اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلی حکیمي وايي:

"د امیر صاحب اسماعيل خان او احمد ضیا مسعود په ګډون د جمعیت د رهبرۍ شورا ټولو غړو د دغې اعلامیې په خپرېدو کې ونډه لرله او د اعلامیې محتوا یې تصویب کړې او باید دغه خبرې چې وړاندې پیل شوې دي د دوو میاشتو په جریان کې نتیجه ورکړي، خو که یې نتیجه ورنه‌کړه دا چې بیا به څه پرېکړه کېږي دا هغه بحث دی چې وروسته به مطرح شي."

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له حکومت څخه د جمعیت ګوند د ونډې اخیستلو په هدف له ارګ ماڼۍ سره خبرې پیل کړې.

څه موده وړاندې عطا محمد نور ته ځينو نېږدې کسانو ویلي و چې له خلکو سره په کړو ژمنو کې د ډاکټر عبدالله د پاتې راتلو له کبله د جمعیت ګوند اجرائیوي مشر له ارګ ماڼۍ سره خبرې پیل کړې دي.

عظیمي: اجرائیه رئیس د خپلو ژمنو عملي کولو کې ناکام دی

فضل احمد معنوي
فضل احمد معنوي

خو پوښتنه دا ده چې د جمعیت اسلامي ګوند په ولې یادو خبرو ته دوه میاشتې وخت ټاکلی دی اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ته نېږدې کس فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ځکه چې د ډېریو باور دا دی چې ارګ ماڼۍ په دې خبرو کې رښتینې نه‌ده او غواړي چې د مذاکراتو په پلمه ځینو اختلافانو ته لمن ووهي او په همدې دلیل وو چې یو ټاکلی وخت‌یې وټاکه."

معنوي: نور سره مذاکره کې د ارګ هدف به د عبدالله کمزوري کول وي

اجرائیه ریاست وايي چې عطا محمد نور له ارګ ماڼۍ سره په پیل شویو خبرو کې د دوی استازیتوب نه‌کوي، خو وايي، دوی یې له دغو خبرو سره مخالفت هم نه‌لري.

رحیمي: نور د اجرائیه ریاست استازیتوب نه کوي.
رحیمي: نور د اجرائیه ریاست استازیتوب نه کوي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي وویل:

"دوی یعنې عطا محمد نور له اجرائیه ریاسته استازیتوب نه‌کوي او موږ د مذاکراتو په اړه د شخصیتونو، ګوندونو او جریانونو لید لورو ته درناوی لرو او مخالفت ورسره نه‌لرو."

له دې وړاندې عطا محمد نور ته ځينو نېږدې کسانو رسنیو ته ویلي وو چې له ارګ ماڼۍ سره د ښاغلي عطا محمد نور د خبرو یوه برخه په نظام کې د جمعیت ګوند ونډه او د سیاسي هوکړې پلي کېدل دي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور اوونۍ وړاندې په کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي و چې له ولسمشر څخه‌یې د څو سفارتونو او معینتونو د څوکیو غوښتنه کړې، خو ارګ ماڼۍ بیا وايي چې له عطا محمد سره په خبرو کې تر اوسه د ونډې موضوع نه‌ده مطرح شوې.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG