د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

ټرمپ مايکل فلين ته د ملي امنيت سلاکار د دندې وړانديز کړی


د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نظامي استخباراتو پخواني رئیس مايکل فلين ته د ملي امنيت د سلاکار د دندې وړانديز کړی دی.

د امريکايي رسنیو په وينا، که څه هم فلين په دې اړه څه نه دي ويلي چې ايا دا وړانديز يې منلی که نه، رويټرز د ټرمپ د دفتر د یوه چارواکي له خولې ليکلي چې وايي:

"کله چې د امریکا ولسمشر تا ته دنده وسپاري، هغه ته يوازي يو ځواب وي."

فلين د بارک اوباما د دفاعي استخباراتي ادارې د رئیس په توګه دوه کاله کار وکړ خو په ۲۰۱۴میلادي کال کې له دندې ګوښه کړای شو او وروسته دی د اوباما د بهرنيو پالیسیو لوی منتقد شو.

فلين په ځانګړې توګه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د اوباما پر پالیسي انتقاد کوي او وايي، امریکا د ۲۰۰۱میلادي کال تر مخکې په پرتله اوس د تروريستي حملو پر وړاندې ډېره خوندي ده.

ده د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسيون کې د وينا پر مهال وويل چې امريکايي پوځ بايد د داعش پر ضد خپله مبارزه سخته کړي.

فلین: امریکايي پوځ باید دداعش پر وړاندې مبارزه سخته کړي.
فلین: امریکايي پوځ باید دداعش پر وړاندې مبارزه سخته کړي.

فلين ويلي چې امريکا بايد له روسیې سره هم ښې اړيکې ولري.

ټرمپ همدا نظريې د خپل کمپاين پر مهال تکرار کړې.

څېړونکي وايي، په نظامي برخه کې د فلين تجربې ښايي دی د پنټاګون د مشرۍ لپاره غوره څرګند کړی وي، خو د کانګریس له تاييده پرته، دی د دفاع د وزیر په توګه دنده نشي کولای ځکه د امریکا د قانون له مخې، نظامي افسران له دندې پرېښودلو وروسته نشي کولای پر دولتي څوکۍ کار وکړي.

فلین ډګر جنرال پاته شوی اوپه ۲۰۱۴میلادي کال کې له پوځ څخه تقاعد شوی دی.

فلين اته پنځوس کلن دی او د ټرمپ د ملي دفاع د سلاکار په توګه به دی د سنا تاييد ته اړتيا نه لري.

فلين له جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړاو لري او ويل کېږي دی د دفاع وزارت او بهرنيو چارو وزارت د مشري لپاره پر يو شمېر چارواکو غور کوي.

فلين له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰میلادي کال پوري په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قوماندان د مشر استخباراتي افسر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د يوه بل نړيوال مشر- د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره کتلي دي.

ويل کېږي ټرمپ له ابي سره د امریکا ژمنه تکرار کړې چې د شمالي کوريا د زياتو شويو فعاليتونو پر مهال به د دې هېواد دفاع کوي.

ټرمپ د کمپاين پر مهال ويلي چې بډايه خو سوله ییز هېواد جاپان باید خپلې اټمي وسلې جوړې کړي او د ځان دفاع پخپله وکړي.

XS
SM
MD
LG