د لاسرسي لېنکونه

روسي چارواکي وايي په اوبننسک ښار کې یې د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ د لاریون اجازه ورکړې ده.

د اوبننسک مقاماتو د نوم نه د ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې دا لاریون به سبا د اوبننسک ښار کې په مرکز کې وشي او تر اوسه ۴۰ کسانو پکې د ګډون لېوالتیا ښودلې.

د دې لاریون ترسره کوونکو ویلي چې د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه والي په هدف یې دا کار پلان کړی دی.

ډونالډ ټرمپ چې د نومبر په اتمه د امریکا جمهوري ریاست انتخابات وګټل د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یې درناوی کړی او د اسلامي دولت ډلې پر ضد یې په جګړه کې د روسیې ګډه همکاري غوښتې.

د ټرمپ په ملاتړ په داسې حال کې دا لومړنی لاریون له امریکا دباندې کېږي چې په خپله امریکا کې په ځینو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد پراخ لاریونونه روان دي.

XS
SM
MD
LG