د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د کندز،هلمند، ننګرهار بېځایه شوي: حکومت را سره مرسته نه ده کړې


په کندز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د جنګونو له امله بېځایه شوي کورنۍ وايي، تراوسه ورسره د حکومت او نړیوالو موسسو لخوا مرستې نه دي شوي.

د دغو کورنیو استازیو او مدني فعالانو د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، بېځایه شوې کورنۍ د اوسېدو د ځای، خوراکي موادو او درملو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت د شینوارو د ولسوالیو د بېځایه شویو استازي عزیزالله شینواري ازادي راډیو ته وویل:

بېځایه شوي وايي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
بېځایه شوي وايي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

​"دې مشرانو ته مو رای ورکړې، له هېواده مو دفاع کړې، باید له بېځایه شویو سره د روغتیا، خوراکي موادو، کالیواو د اوسېدو د ځایونو په برخه کې مرسته وشي، دلته خلک خوار او در په درشوي، هیڅ مرسته ورسره نه ده شوې.​"

همدارنګه د هلمند ولایت د مدني ټولنې یوه فعال عطاءالله ویسا د هغه ولایت د بېځایه شویو د ستونزو په اړه وویل:

​"تراوسه داخلي او نړیوالو موسساتو کوم تدابیر، نه دي نیولي، په مهاجرتونو کې تر ډېره ځایه لوی خطر ناروغي وي، د ناروغۍ اندېښنې او امکانات ډېر دي.​"

سربېره پر دې د کندز ولایت د بېځایه شویو استازی عبدالمالک قازي زاده وايي، په دې ولایت کې د سروې ټیمونه نه دي توانېدلي چې د بېځایه شویو کورنیو سروې وکړي، د همدې له امله کومې مرستې چې لازمې دي، بېځایه شویو کورنیو ته نه دې رسېدلي:

بېځایه شویو ته لازمې مرستې نه دې رسېدلي.
بېځایه شویو ته لازمې مرستې نه دې رسېدلي.

​"هغه مرستې چې باید له کډوالو سره شوې وای، نه دې شوي، دوی ډېر مصیبتونه لیدلي، د زیاتو مرستو مستحق دي، ځینې د مرستو پارچې په لاس ګرځي او ځینې پرته له دې چې مرستې ترلاسه کړي، خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي.​"

د جنګونو له امله د بېځایه شویو استازيو له حکومت څخه وغوښتل چې د ژمې د پیلېدو د مخه دې، د بېځایه شویو ستونزو ته ځان ورسوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده ګۍ د ادارې د معلوماتو له مخې په هملند، کندز، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د ناامنیو له امله شاوخوا ۹۶۰۰۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه ګاونډیو ولایتونو او کابل ته کډه شوي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو رسولو لړۍ په منظمه توګه پر مخ روانه ده.

سیاس: بېځایه شویو کور سره د مرستې بهیر روان دی.
سیاس: بېځایه شویو کور سره د مرستې بهیر روان دی.

نوموړي زیاته کړه:

​"ټولې بېځایه شوي کورنۍ چې په ازاده فضا کې اوسېدلې، خیمې، درې او درې وخته خواړه، کمپلې او ځینې نورضروري لوازم ورکړل شوي، کومې کورنۍ چې په کمپونو ځای پرځای شوي، د ډاکتراو نرس په ګډون روغتیايي ټیمونه ورته ګمارل شوي او روغتیايي خدمات وررسوي.​"

سیاس داهم وویل، په دې اړه د حکومت د مربوطو ارګانونو ترمینځ خبرې رواني دي څو د شته ستونزو هوارۍ ته نور تدابیر هم ونیول شي.

سربېره پردې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس د بېځایه شویو د ستونزو پرحل ټینګار کړی او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویلي چې ټولو والیانو ته سپارښتنه شوې چې د بېځایه شویو کورنیو، د ستونزو هواري ته ځانونه ورسوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG