د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د ځوانانو ملي ټولنه: د کندز بېځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه د حکومت پر اړوندو ادارو غږ کوي چې د کندز ولایت له بېځایه شویو سره دې، مرستې وکړي.

یاده ټولنه وايي، که د کندز ولایت له بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ونه شي، د بېځایه شویو ناوړه وضعیت به لویې ستونزې وزېږوي.

د دې ټولنې مسؤلینو د جمعې په ورځ په کابل کې د هغه ولایت له بېځایه شویو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر، په یوې ناسته کې وویل، د کندز ولایت په زرګونو کورنۍ د جنګونو له امله کابل او یوشمېر نورو ولایتونو ته کډه شوي او ددوی په خبره لیدل کېږي چې د هستوګنې د ځایونو، خوراکي موادو او داسې نورو ضروري موادو د نشتوالي له ستونزې مخ دي.

دوی پرحکومت غږ وکړ چې د ژمې له رسېدو سره سم دې بېځایه شویو ته د مرستو رسول ګړندي کړي.

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې رئیس سید عبدالله هاشمي وویل:

"د افغانستان حکومت، خلک او نړیوالې مرستندویه ټولنې که د افغانستان له بېځایه شویو سره مرستې ونه کړي، که د دوی د هستوګنې ځایونو او نورو ضروري اړینو برخو ته پام ونه شي، خدای مه کړه موږ به د یو انساني ناورین شاهدان اوسو."

وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د کندز ښار ځینې سیمې نیولي وې.
وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د کندز ښار ځینې سیمې نیولي وې.

د میزان د میاشتې په لومړیو کې چې وسله والو طالبانو پر کندز ښار او څو ولسوالیو حملې پیل تر کندز ښاره یې ورسولې، د امینتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ د جګړو له امله، په لومړي سر کې د ځینو لسوالیو او ورپسې د کندز د ښار ډېری اوسېدونکي، د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول او کابل، بغلان ،بلخ او تخار ولایتونو ته کډه شول.

افغان چارواکو د کندز ولایت د بېځایه شویو شمېر شاخوا دیرش زره ښيي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، په کندز او کابل کې د کندز د بېځایه شویو لپاره کمپونه جوړشوي او د مرستو رسولو لړۍ ورته پیل شوې ده.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل:

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

" د کندز والي د اضطراري کمېټې د ولایتي مسؤل په توګه، په تېره اوونۍ کې درې ځلې ناستې کړي، د کندز شااوخوا د بېځایه شویو سروې روانه ده او د مرستو لپاره په ولایت کې موجود دي."

سیاس داهم وویل د کندز ولایت کومې کورنۍ چې کابل ته راغلي، په بوستان کال پارک کې ځای پرځای او مرستې ورسره شوي دي.

د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنې په دې غونډه کې د کندز له یو شمېر اوسېدونکو سره د یوې اندازې خوراکي موادو مرسته هم وکړه.

افغان چارواکي وايي، اوسمهال د جنګونو، بېکارۍ او ځینو نورو ستونزه له امله، سلګونو زرو کسانو خپلې سیمې پرې ایښې او نورو ته کډه شوي دي.

سره له دې چې له دغو بېځایه شویو سره د حکومت او ځینو بهرنیو ادارو لخوا څه ناڅه مرستې شوي، خو بېځایه شوي وايي چې دا مرستې ورته کافي نه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG