د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کندز: جګړو څه باندې۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه کړل


د چارواکو د معلوماتو له مخې له تېرې اوونۍ راهیسې د کندز ښار پورې اړوند په یو شمېر سیمو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده چې له کبله یې څه باندې دوه زره کورنې له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي.

دغه بې ځایه شوي کورنې اوس مهال له خپلو کورنیو سره د کندز په ابدان دښتې که په ازاده فضا کې شپې او ورځې سبا کوي.

دوی وايي چې تراوسه پورې پرته له وچې ډوډې او اوبو نورهیڅ ډول مرستې له دوی سره نه دي شوي.

دغه بېځایه شوي خلک، له دولته غواړي چې د دوی سیمې ډېر ژر د وسله والو طالبانو له حضوره تصفیه کړي، څو خلک خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.

یو تن غلام علي وايي:

"موږ د جګړې له کبله بې ځایه شوي یو اوس د ابدان په دښته کې اوسیږو، څه د خوراک لپاره نه لرو."

بل تن نظر محمد نومی زیاتوي:

"زموږ په سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، د کور ټول توکي مې د مرمیو له کبله له منځه تللي او دولت دې له موږ سره مرسته وکړي."

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخیل بیا وايي چې دوی دغه موضوع یې له مرکزي حکومت همدارنګه له یو شمېر ارګانونو سره شریکه کړي او ډېر ژر به له بېځایه شو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

یو تن غلام علي وايي: "موږ د جګړې له کبله بې ځایه شوي یو اوس د ابدان په دښته کې اوسیږو، څه د خوراک لپاره نه لرو."
یو تن غلام علي وايي: "موږ د جګړې له کبله بې ځایه شوي یو اوس د ابدان په دښته کې اوسیږو، څه د خوراک لپاره نه لرو."

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:

"اوس موږ پر دوی باندې یو اندازه د څښاکو اوبه او ډوډې ووېشله او زموږ اړوند ارګانونه راغلل دغه بې ځایه شوي کورنې سروې کړې او ډېر ژر به پر دوی باندې اړینې مرستې هم ووېشل شي."

دغه بې ځایه شوي خلک وايي، که جګړه همدا شانته په سیمې کې دوام پيدا کړي، نو ښايي د دوی کرنیز فصلونه ټول له منځه ولاړ شي.

د یادولو ده چې له دې وړاندې د کندز د راستنېدونکو او کډوالو ریاست چارواکو ویلي و چې په دې ولایت کې د جګړو له کبله نږدې ۲۰زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG