د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د کندز جګړې ماه جان او لور یې بې سرپرسته کړل


په کندز کې د جګړې له امله بې ځایه شوي کسان دوی ته د دولت د نه پاملرنې له امله شکایت کوي او وایي چې د دوی په نامه ترسره شوې مرستې د مختلفو موسسو له خوا حیف و میل شوي دي.

د کندز د جګړې له امله بلخ ولایت ته څه باندې دو زره تنه بې ځایه شوي دي؛ چې څه د پاسه زرتنه یې د مزارشریف په حاجي کمپ سیمه کې د ژوندانه شپې او ورځې سبا کوي.

د کندزه مزارشریف ته په را بې ځایه شویو کډوالو کې یوه هم ماه جان ده، چې وايي؛ د کندز په جنګ کې یې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي او اوس له یوې ماشومې لور سره بې سر پرسته پاتې شوې ده.

په کندزکې د وروستیو جګړو او ناامنیو له مله سلګونه تنه ووژل شول او زرګونه تنه نور بې ځایه شول، په کندز ښار باندې د طالب وسلوالو د حملې له امله زرګونو کسانو دا ولایت پرېښود او د بلخ په ګډون د هېواد مختلفو سیمو ته بې ځایه شول.

څه باندې دوه زره تنه کسان په کندز کې د ناامنیو له امله بلخ ته راغلي او اوس مهال د مزارشریف په حاجي کمپ کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، ماه جان هم یو له همدې بې ځایه شویو څخه ده، چې د حاجي کمپ په یوه خونه کې په بد صحي وضعیت کې ژوند کوي.

ماه جان وايي چې یو ځوان زوی او اوخښی یې د کندز په جګړه کې ووژل شول او په خبره یې چې خاوند یې هم په کندز کې د موجود ناامنیو په ترڅ کې له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي، چې تردې کشر ورور یې چې د کندز په امنیت اداره کې یې کار کوه، د یوې انتحاري حملې په ترځ کې ووژل شو:

((په دې جګړه کې چې کندز ولایت کې ترسره شوه، زما یو زوی او اوخښی ووژل شول، زما خاوند او درې ورونه پخوا د کندز په جګړو کې وژل شوي وو او تر ما کوچنی ورور مې د امنیت ادارې کارکونی وه چې هغه یې هم په انتحاري حمله کې وواژه.))

یواځې ماه جان نه ده چې کندز کې د ناامنیو له امله یې د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او اوس د ژوندانه په بد وضعیت کې اوسیږي، بلکې لیلي هم یو له همدې مېرمنو ده چې په مستعار نوم خبرې کوي او وايي؛ چې د کندز په جګړه کې يې دری ورونه له لاس ورکړي دي.

هغه زیاتوي چې په جنګ کې د تېښتې پرمهال یې خپل خاوند هم له لاسه ورکړ:

((ما مې درې ورونه د طالب او دولت ترمنځ په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، خاوند بیچاره مې هم په بازار کې مزدوري کوله، کله چې جنګ پیل شو زه هغه پسې ورغلم او هغه ما پسې ګرځېده، زه مزار ته راغلم او بیا یې راته زنګ ووهه چې خاوند دی وژل شوی دی.))

د کندزد جنګ په پایله کې ډېری کسان ووژل شول ډېری نور ټپيان شول او ګڼ شمېر د همدې جګړې له امله لادرکه شوي دي، دلته هغه مور خبرې کوي چې خپل زوی د کندز د جکړو پر مهال ورک کړی دی:

((راکټونه وو، چې په کورونو لګېدل، په کندز کې له یوې خوا طالب ډزې کولې او بلې خوا دولت، په کې دوست او دښمن معلوم نه وه، ما خپل زوی په کې ورک کړ او تر اوسه یې خبر نلرم.))

د کندز په جګړه خلکو ته تاوان یواځې مرګ ژوبله نوه، بلکې دې جګړې خلک د سرپناه له نشتون سره مخ او د مالي مرستو ترلاسه کولو ته مجبوره کړل.

د مزارشریف په حاجي کمپ کې موجوده بې ځایه شوي کډوال د دولت له نه پاملرنې شکایت کوي او وايي، مرستندویه بسټونو دوی ته هېڅ لازمي مرستې نه دي ترسره کړي:

((دولت هېڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده کړې، باید ووایم چې یواځې ماشومانو ته څپلۍ ورکړل شوي دي او څو بوتله شامپو په هرچا ووېشل شوې.))

د کندزله جګړې دوې اونۍ واوښتې او اوس مهال دا ښار د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی، کندزي ښځې او نارینه غواړي چې بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي، خو بېرته تګ مالي وړتیا نه لري:

((1- اوس چې کندز ولایت امنه شوی دی، موږ غواړو بېرته خپلو سیمو ته ستانه شو، خو بدبختانه دا مالي امکانات نه لرو چې بېرته خپل ولایت ولاړ شو.

2- مالي امکاناتو مو له کومه کړل، قسم په خدای چې دا ټوټې ټوټې شوې پیسې مې د یوه خپل شهید شوي ملګري له جیبه اخیسي دي.

دا وړتیا نشته چې بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شو.))

یواځې بلخ ولایت نه دی چې دوه زره تنه کندزیان د جګړې له امله ورته بې ځایه شوي او اوس مهال د بېرته ستنېدو مالي وړتیا نه لري بلکې زرګونه تنه کندزیان چې د هېواد مختلفو ولایتونو ته بېځایه شوي د ورته سرنوښت سره مخ دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG