د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د تخار والي: د کندز ۹۵ سلنه بېځایه شوي بېرته خپل ولایت ته تللي


د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې د جنګونو له امله د کندز ولایت څه باندې ۶۰۰۰۰ بیځایه شوي، بیرته خپلو سیمو ته ستانه شول.

یاد چارواکي وايي، د کندز د جنګونو له امله، تخار ولایت ته شاوخوا ۷۵۰۰۰ کسان ورغلي و، خو اوسمهال په کندز ولایت کې د وضعیت له ښه کېد وسره، د دوی څه باندې نوي سلنه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د تخار والي یاسین ضیاء وايي، د کندز ولایت بیځایه شویو ته په تخار ولایت کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې وې.

ښاغلی ضیاء وايي د دغو بېځایه شویو د ژوند وضعیت ښه نه دی او حکومت نه یوازې دا چې له دوی سره لومړنۍ مرستې وکړي بلکې، د دوی سیمې دې له ماینونو هم پاکې کړي.

د تخار والي یاسین ضیاء
د تخار والي یاسین ضیاء

نوموړي زیاته کړه:

"کابو ۹۵ سلنه یې کندز ته لاړل او ۵ سلنه هم د تللو په حال کې دي، ان شاءالله ترڅلرویښتو ساعتونو پورې به ټول بېځایه شوي په خپله خوښه، کندز ته لاړشي."

په افغانستان کې ناامنيو د بېځایه شویو شمېر زیات کړ.

تېره ورځ د ملګرو ملتو د سازمان د بشري حقونود برخې خبریال، په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په افغانستان کې ۳۲۳۰۰۰ کسان له خپلو سیو بېځایه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د نماینده ګې دفتر وايي چې که په افغانستان کې جنګونه په همدې تیزۍ سره دوام وکړي، دا اندېښنه پیدا کېدای شي چې دا شمېره به ۴۰۰۰۰۰ ته پورته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې حکومت هڅې کوي چې د بېځایه شویو ستونزو ته ځان ورسوي.

د دې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټول وزارتونه مکلف دې چې د شته ستونزې هوارۍ ته هڅې وکړي:

منیره یوسفزاده
منیره یوسفزاده

"په دې پریکړه شوې چې هر وزارت د خپلې بودجې له مخې، د کندز ولایت د اړتیاو د لیرې کولو لپاره، مسؤلیتونه ومني او کار وکړي، دوی چې کوم مسوولیتونه مني، د کندز د والي د سروې په اساس به وي."

همدارنګه د تخاروالي یاسین ضیاء ویلي چې د کندز د بېځایه شویو لپاره یې له مرکزي حکومته هم مرستې غوښتې دي.

ده داهم وویل مرستندویه بهرنۍ موسسې هم باید، د دغو اړو کورنیو غوښتنو ته ځواب ووايي.

راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG