د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د پچیراګام اوسېدونکي: له پاس پچیر نه سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي


د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د یادې ولسوالۍ په پاس پچير سیمه کې د داعش وسله‌والو د برید له امله سلګونه کورنۍ دې ته مجبورې شوي چې له لوښو او کالیو څخه ډک کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

دوی وايي، په پاس پچير سیمه کې هېڅ‌څوک نه‌دي پاتې او ټولې کورنۍ د جلال‌اباد ښار نېږدې سیمو ته کډه شوي.

د یادې ولسوالۍ څو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"هېڅ یو فاميل په خپل کور کې نه‌دی پاتې ټولې کورنۍ داسې کډه شوي چې یو په دې نه‌دی توانېدلی چې له ځانه سره لوښي یوسي یوازې خپل ځان‌يې له سیمې وایستلې."

"هغې خوانه داعش راغی کله حکومت هم بریدونه کوي نور نو موږ تنګ شولو له دې ځایه لاړو خلک په ډاګونو کې پراته دي نه خیمې شته او نه بل کوم څه شته چې وخت تېر کړو."

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی هم وايي، له پچير څخه د کډه شویو کورنیو تعداد تر زرو رسېږي چې ولايتي ادارې دغو کورنیو ته د لومړنیو مرستو پوره ترتیبات نيولي.

عطاالله خوګیاڼی
عطاالله خوګیاڼی

​ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

"بشري برخه کې موږ خپلو اړوندو ادارو سره خبرې کړي دي سبا به ان‌شاءالله ټولو بې‌ځایه شویو کورنیو ته د اړینې لومړنۍ مرستې ورکړل شي."

خوګياڼی وايي، کله چې د داعش وسله‌والو پر پچير برید وکړ له شلو زیات د خلکو کورونو ته‌يې اور ورته کړ او یو تعداد ولسي وګړي يې برمته ونیول.

خوګياني که څه هم د برمته شویو کسانو د تعداد په اړه څه ونه‌ويل خو زیاته‌يې کړه چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې له نیول شويو کسانو څخه څلور تنه راخوشې کړل شوي.

دی وايي:

"یو شمېر ملکي وګړي داعش له ځانه سره بېولي و چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې پرون څلور تنه راخوشې شول او خپلو کورنیو سره یوځای شوي."

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې له تېرو دوو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو هم د پچيراګام ولسوالۍ اړوند د پچير په سیمه کې د داعش پر ضد هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي چې لا هم دوام لري.

چارواکي وايي، تر هغه به دغو عملیاتو ته دوام ورکوي تر څو په بشپړه توګه داعش وځپي خو د سیمې خلک وايي، تر هغه چې پر داعش د هوايي بریدونو لړۍ تېزه نه‌شي د ځمکنيو عملیاتو اغېز په هغه اندازه ګټور نه‌دی.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG