د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي


ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو یو کنفرانس جوړ شي چې په کې به د ترهګرۍ او په افغانستان کې د سولې پر مسئلو خبرې وشي.

په ریاض کې افغان سفیر وايي چې د دې کنفرانس سره سعودي عربستان موافقه کړې او پر چمتووالي یې کار روان دی.

سید جلال کریم وايي، په دې کنفرانس کې به د نړۍ دیني عالمان د افغانستان سره پر تړلو مسئلو خبرې کوي.

ښاغلي کریم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کنفرانس کې د افغانستان مسئله، دغلته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مسئله او د افغانستان له کړکېچ سره تړلي نورې مسئلې بحث کېږي، دیني عالمان به په دې کنفرانس کې بحثونه کوي او هرې نتیجې ته چې ورسېدل هغه به وروسته اعلان شي."

ښاغلي کریم زیاته کړه چې د نړۍ د دیني عالمانو دا غونډه به د اسلامي کنفرانس تر پوښښ لاندې د سعودي عربستان په کوربه توب جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کنفرانس پر جوړېدو او همدارنګه بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې وتلو دیني عالمانو ته د لیکونو د استولو پر مسئلو موافقه شوې ده او دوی دا مهال د دې کنفرانس په تدارکاتي چارو بوخت دي.

هغه که څه هم د دې کنفرانس د جوړېدو دقیقه نېټه ونه ښوده خو ویې ویل دوی تمه لري چې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې په سعودي عربستان کې دا کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان په اړه د سعودي عربستان د حکومت په کوربه توب د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبره سعودي عربستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له وروستي سفر وروسته کېږي.

عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې پر یو لړ مسئلو د بحث لپاره سعودي عربستان ته تللی و.
عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې پر یو لړ مسئلو د بحث لپاره سعودي عربستان ته تللی و.

د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالله له سعودي چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه چې سعودي چارواکو هم ډاډ ورکړی و.

افغان حکومت له اوږدې مودې هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د روان کړکېچ د پای ته رسولو په برخه کې د سعودي عربستان د حکومت چې په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري ملاتړ راخپل کړي.

که چېرې د سعودي په کوربتوب د افغانستان د مسئلې په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو دا کنفرانس جوړ شي دا به په دې بڼه لومړنۍ نړیواله غونډه وي چې په کې د اسلامي نړۍ دیني عالمان په افغانستان کې د روانې جګړې او وینې تویېدنې پر مخنیوي خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG