د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له سعودي چارواکو سره موافقه وکړه چې په لنډ راتلونکي کې به د افغانستان په اړه د اسلامي علماو یو کنفرانس جوړ شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:

"اجرائیه رئیس دا مسئله مطرح کړه چې څومره ژر کېدای شي سعودي عربستان دې دا کنفرانس جوړ کړي. سعودي چارواکو هم دا وړاندیز ومانه، نو دا کنفرانس به په نېږدې راتلونکي کې په جده کې جوړ شي او کوربه‌یې سعودي عربستان دی."

د افغانستان اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان رسمي سفر پیل کړ او ټاکل شوې ده چې نن مدینې منورې ته ولاړ شي، هلته له یو شمېر افغانانو سره ګوري او بیا به بېرته کابل ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG