د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

افغانستان کې د اوبو برېښنا د تولید پر ۳ پروژو کار پيلېږي


د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، ډېر ژر به خصوصي شرکتونه د اوبو برېښنا د تولید پر درېیو پروژو کار پيل کړي.

د افغانستان حکومت به د خصوصي سکټور د پیاوړي کولو، د خپلو اوبو د مهارولو، د انرژۍ د امنیت او د بندونو د ښه مدیریت لپاره له خصوصي شرکتونو سره عمده قراردادونه وکړي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال وايي، افغانستان کې د برق د تولید د لږ تر لږه ۳ سترو پروژو د پيل په اړه له کورنیو، خصوصي شرکتونو سره هوکړه شوې او قرادادونه به‌یې ډېر ژر لاسلیک شي.

د امان‌الله غالب په وینا، د دې پروژو له بشپړېدو سره به کلیوالي خلکو ته کارونه پیدا شي او حکومت به پر وارداتي برېښنا اتکا کمه کړي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال امان‌الله غالب
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال امان‌الله غالب

امان‌الله غالب زیاته کړه:

"تر اوسه له خصوصي سکټور سره د ۳ پروژو قرارداد یا شوی یا هم کېدونکی دی. د مزار شریف د ۵۰ مېګا واټه برق د تولید پر پروژه به غضنفر ګروپ پانګونه کوي او نړیوال بانک به همکاري ورسره کوي. د کجکي پر بند به د ترکیې ۷۷ شرکت پانګونه کوي او د سروبي د ۱۸۰ مېګا واټه برق پروژه ده چې په خیر ډېر ژر به‌یې کار پيل شي."

په‎ داسې سترو قرادادونو کې د افغانستان حکومت هم شامل دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال په وینا، حکومت غواړي چې د انرژۍ د تولید پروژې کورنیو، خصوصي شرکتونو ته ورکړي څو پانګه‎وال خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.

د هغه په وینا، د انرژۍ د تولید په سترو پروژو کې حکومت او نړیوال بانک د پانګه‎والو ملاتړ کوي.

غالب: د انرژۍ د تولید په سترو پروژو کې حکومت او نړیوال بانک د پانګه‎والو ملاتړ کوي.
غالب: د انرژۍ د تولید په سترو پروژو کې حکومت او نړیوال بانک د پانګه‎والو ملاتړ کوي.

امان‌الله غالب زیاته کړه:

"موږ غواړو چې زیاتې خصوصي کمپنۍ چې د افغانانو دي، رامخکې شي او قراردادونه ورسره وکړو او له ګاونډیو هېوادونو د برق د اخیستلو پر ځای، د اړتیا وړ برېښنا له افغاني شرکتونو وپېرو. په ‎دې ډول به د افغانانو لپاره کارونه زیات شي، اقتصادي وده ورسره ښه کېږي او زموږ د برق امنیت هم تأمینولائ شي. په‎ دې ډول به زموږ پر خپلو اوبو، زموږ مدریت هم زیات او ښه شي."

ښاغلي غالب ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې په کونړ کې د اوبو پر دوو بندونو "سورتاق" او "څاګۍ" چې په مجموعي ډول د ۱۲۰۰ مېګا واټه برېښنا د تولید توان به ولري، غور روان دی او د سروې تر بشپړېدو وروسته به‌یې قرارداد خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د کونړ پر سیند د اوبو د برېښنا د تولید د یوه بند د جوړېدو وړاندیز هم ورته کړی دی.

امان‌الله غالب څرګنده کړه چې د کونړ پر دریاب د داسې بند د جوړېدو په صورت کې به افغانستان ان د دې توان ولري چې د پاکستان ځینو سیمو ته برېښنا صادره کړي.

په همدې حال کې، یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې څرګند شي، ازادي راډیو ته وویل چې د "سروبي دوه"د برېښنا د تولید بند جوړولو قرارداد به ډېر ژر د "الکوزي ګروپ" په نوم له خصوصي شرکت سره نهايي شي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني افغانستان ټایمز ته ویلي چې دا بند به لږ تر لږه ۱۸۰ مېګا واټه برق کړي.

عثماني: د سروبي بند لږ تر لږه ۱۸۰ مېګا واټه برق تولیدوي.
عثماني: د سروبي بند لږ تر لږه ۱۸۰ مېګا واټه برق تولیدوي.

د "سروبي دوه" برېښنا تر ډېره حده د کابل ښار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لګول کېږي.

د رپوټونو په حواله، "الکوزي ګروپ" پر دې پروژه د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګونې ژمنه کړې ده.

خو افغانستان اوس‎مهال د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره زیات برق د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي.

د افغانستان د اقتصادي چارو یو شمېر څارونکي پر حکومت انتقاد کوي چې د اوبو زیاته اندازه، پرته له‎ دې چې ډېره ګټه ورڅخه واخیستل شي، ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

XS
SM
MD
LG