د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

کونړیان: د اسعداباد د برېښنا کوټ بریښنا ایله د زورواکو کیږي


د کونړ مرکز اسعداباد اوسیدونکي وايي، نژدې پنځوس کاله کیږي چې د سردار داودخان د واکمنۍ پرمهال یو برېښنا کوټ جوړ شوی چې هغه مهال يې ۷۵۰ کیلو واټه برېښنا تولیدولو، خو کله چې جګړې شوې او کونړ مجاهدینو ونیو، د نورو ملي شتمنیو په څېر یاد برېښنا کوټ ته هم درانه زیانونه واوښتل.

په تېرو څو کالو کې د دغې فابریکې کار کوونکو او محلي ریاست د خپلو شته امکاناتو څخه يې فعاله ساتلې کله چې سړی فابریکې دننه شي او حالت يې له نژدې وګوري چې پرزې يې په سیمانو او ټوټو تړل شوي زړه درد کوي، خو بیا هم دومره برېښنا تولیدوي چې د زورواکو او چارواکو کار يې روان کړی.

یو تن انصار دانش وايي:

"په کونړ کې خو برق د نشتوالي غټه ستونزه ده، کوم برق چې د دې فابریکې دي، هغه د زورواکو او چارواکو د کورونو ایله کیږياو عام خلک محروم دي."

بل تن د وحیدالله نوم بیا وايي:

"برق یوازې او یوازې د چارواکو او زورواکو لپاره دی، غریب خلک نه برق لري او نه يې د تیلو اخېستلو وس لري."

دوی وايي، سخته ګرمي او روژه ده، کورونه يې تنګ دي او برېښنا يې نشته.

بل خوا د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي جمال الدین سیار هم د برېښنا د نشتوالي ستونزه مني او له مرکزي حکومت ګیله کوي چې د ولسمشر په ګډون ګڼو چارواکو ورسره له نغلو څخه انتقالیدونکي برېښنا څخه څه برخه به کونړ ته ورکړي خو تر اوسه يې یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې.

ښاغلي سیار زیاته کړه:

"موږ سره تشې وعدې په ننګرهار کې ولسمشر وکړې. انتقالي برق د کونړ حق دی، هغه ننګرهار او لغمان ته ورکړل شوی خو تر اوسه هغه هم موږ ته نه دی راکړل شوی، بیا والي صیب د برق ستونزې د هواري لپاره کابل ته تللی و، هغه سره هم ژمنې شوي دي، خو تر اوسه د کونړ ولس سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سره شوې وعدې باید پوره شي."

په کونړ کې د برېښنا رئیس انجینر عبدالله ولي وايي، تر اوسه چې فابریکه کوم برق تولیدوي دا د دوی خپل کمال دی او د برېښنا کوټ د ترمیم په برخه کې ورسره مرکزي حکومت کومه مرسته نه ده کړې.

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"دا فابریکه خو تقریباً پنځه څلویښت کاله مخکې جوړه شوې وه، استهلاک شوې ده او حتماً ظرفیت يې ښکته راغلی دی، د دې د بیارغونې لپاره خو موږ زیاتې هلې ځلې کړي خو تر اوسه مرکزي حکومت د دې دبیارغاونې لپاره کومه توجه نه ده کړې."

څو کاله وړاندې د یادې فابریکې د بیارغونې یو قرارداد د یو اکراینې شرکت سره د اوبو او برېښنا د وزیر اسماعیل خان له خوا لاسلیک شوی و، اوکرایني انجینران هم کونړ ته راغلل دلته یې یو څه وسایل هم راوړل خو ډېر ژر بېرته وتښتیدل او د برېښنا کوټ د ترمیم کارونه يې وران ویجاړ پريښودل چې د اوکراینیانو له خوا راوړل شوېو وسایلو کې اوسموچو جالې جوړې کړي.

د اوکرایني شرکت نه د وخت حکومت او په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا وزیراسماعیل خان د کار او فرار پوښتنه ونه کړه چې د هغوی نه پاملرنې له امله اوس هم د اسعداباد اوسیدونکې برېښنا له نعمت بې برخې دي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG