د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د سولې هیلې د افغانانو په زړونو کې لا هم غوټۍ پاتي


نن د سېپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

افغانستان هغه هېواد دی چې له اوږدو کلونو راهیسې په‎کې جګړه روانه ده او د سولې هیلې یې د خلکو په زړونو کې لا غوټۍ پاتې دي.

د څو لسیزو جګړو له امله میلیونونه کسان په دغه هېواد کې وژل شوي، بې‌سرپرسته شوي او کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دا شان مثالونه ډېر دي چې له ډلې یې د یوې کونډې او بورې مور حوا خبرې اورو چې جګړې ورنه دوه زامن او مېړه اخیستي دي.

مېرمن حوا وايي:

"جنګونو زه برباده کړم، زما کور یې خراب او ویجاړ کړ، د کورنۍ غړي مې شهیدان شول، يو زوی مې له لاسه ورکړ، پسې بل زوی مې له لاسه ورکړ نور سوله غواړو، نور ځوانان دې خدای له مرګه وساتي."

د حوا له کوره بهر د کابل ښار په واټونو او کوڅو کې عام خلک هم د حوا له غوښتنې سره همغږي دي، دوی هم سوله غواړي خو لا هم ورته ناهیلي برېښي.

د حوا له کوره بهر د کابل ښار په واټونو او کوڅو کې عام خلک هم د حوا له غوښتنې سره همغږي دي
د حوا له کوره بهر د کابل ښار په واټونو او کوڅو کې عام خلک هم د حوا له غوښتنې سره همغږي دي

حبیب او امین‌الله په همدې اړه وايي:

"که حکومت په رښتیا سره کار ترسره کړي سوله راځي او موږ هیله‌من یو سولې ته او ان شاء الله سوله به راځي."

امین‌الله بیا وايي:

"الله پاک دې زموږ وطن کې سوله راولي او د ټولو افغانانو هیله ده."

د سولې نړېواله ورځ له ۱۹۸۲ کال راهیسې هر کال د سېپټمبر پر ۲۱مه نېټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د سولې نړیوالې ورځې هوکړه‎لیک منظور کړی وو.

افغانستان کې هم د جګړو د شتون سره-سره دغه ورځ هر کال په دې هیله د خلکو له‎خوا لمانځل کېږي چې ګوندې یوه ورځ په دغه هېواد کې هم تل پاتې سوله ټینګه شي.

د عامو خلکو تر څنګ یو شمېر سیاسي شنونکي هم په همدې باور دي، که د افغان حکومت مشران په یووالي سره د سولې لپاره کار وکړي، خپلې شخصي ګټې په نظر کې ونه‌نیسي او هغه ډلې چې د دولت سره په مخالفت کې دي په نظام کې ونډه ورکړل شي نو د سولې راتلو ته هیله پیدا کېدای شي.

د افغان حکومت مشران په یووالي سره د سولې لپاره کار وکړي.
د افغان حکومت مشران په یووالي سره د سولې لپاره کار وکړي.

د چارو یو تن کارپوه یوسف همت وايي:

"زموږ د دولتي مشرتابه ناقص اتحاد د دې لامل شوی چې سوله رانه‎شي، ځکه دوی سولې ته کار نه‌کوي، په سولې عقیده هم نه‎لري،که څوک لري نو یو شمېر یې مخالفت هم لري که پټه وي او که هر رقم وي، بله دا چې هغه خلک چې په مخالف قطب کې ولاړ دي اګاهانه توګه له نظر ونه‌غورځول او په نظام کې ونډه ورکړل شي نو هغوی د سولې خبرو ته اماده دي."

په افغانستان کې د سولې هڅې په داسې حال کې د خلکو له انتقاد سره مخ کېږي چې حکومت له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې هلې ځلې کوي او پر وسله‎والو مخالفینو هغوی چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه ږدي د سولې غږ کړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي د همدغو هڅو له وجې په مرکز او ولایتونو کې ګواښل شوي، ټپیان او وژل شوي دي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس برهان‌الدین رباني وژل کېدل‌یې مثال دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې سوله يوه پروژه نه بلکې يوه پروسه ده او وخت ته اړتیا لري.

د یادې شورا ویاند او منشي امین‌الدین مظفري ازادي راډیو ته وویل، داسې نه‎ده چې د سولې هڅو نتیجه نه‎ده ورکړې د سولې پروسه بریالۍ ده او د بریا په لور روانه ده.

د سولې عالي شورا وايي چې سوله يوه پروژه نه بلکې يوه پروسه ده او وخت ته اړتیا لري.
د سولې عالي شورا وايي چې سوله يوه پروژه نه بلکې يوه پروسه ده او وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"سوله يوه پروژه نه بلکې يوه پروسه ده او خت ته اړتیا لري، سولې نتیجه ورکړې ده، په نېږدې وخت کې به د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شي، بل پلو د سولې په وړاندې خنډونه هم شته اول د مخالفینو نه‌استقلالیت او بل دوی ته تهدیدونه چې دوی له سولې څخه لیرې ساتي."

د سېپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ نن په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان حکومت او وسله‎والو مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده.

دا چې کله به د دغه هېواد په هره برخه کې د سولې ورځ د سولې په فضا کې لمانځل کېږي وخت به ورته ځواب ووايي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG