د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

روغتیايي خدماتو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه څېړنه پیل شوې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په مقصد یوه نوې څېړنه پیل کړې ده.

یاد کمېسیون وايي، دا څېړنه په ۱۸ ولایتونو کې پیل شوې او ۸ میاشتې به دوام وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل بې‌کیفیته درمل، د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کموالی، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو نه‌لاسرسی، د ښځینه کارکوونکو نشتوالی او داسې نور هغه ستونزې دي چې د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي ورسره مخ دي.

نوموړې زیاته کړه چې په همدې هدف یاد کمېسیون، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په مقصد، یوه نوې څېړنه پیل کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

​دې د پیل شوې څېړنې د هدف په اړه وویل:

"د افغانستان لیرې سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول بیا هم د حکومت دنده ده، حکومت باید لیرې پرتو سیمو ته کیفیت لرونکي روغتیايي مواد ورسوي، زموږ پروګرامونه د بشري حقونو د ښه‌والي لپاره دي او خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو رسول، د هېواد له سولې او اقتصاد سره مرسته کوي."

مېرمن سمر وايي، دا څېړنه د هېواد په ۱۸ولایتونو کې پیل شوې او ۸ میاشتې به دوام وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د لازمو روغتیایي خدمتونو رسول به په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو په ژوند کې ښه‌والی راولي.

دغه کمېسیون وايي، د روانې څېړنې نتایج به حکومت ته وړاندې کړي، څو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د خلکو د ستونزو اواري ته تدابیر ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت له دا شان هڅو نه د ملاتړ په ترڅ کې وايي چې دا شان هڅې به د روغتیايي خدمتونو په رسولو مثبت اثر پرې باسي.

د لازمو روغتیایي خدمتونو رسول به په لیري پرتو سیمو کې د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي.
د لازمو روغتیایي خدمتونو رسول به په لیري پرتو سیمو کې د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي.

د دې وزارت سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کلکه سره د هرو هغو بنسټونو هڅې چې په هېواد کې، د روغتیایي خدمتونو د ښه‌والي او دې خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره‌یې کوي، ستايي، پر ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو به انتقادونه کېږی، خو د دې ستونزو او نیمګړتیاوو د لیرې کولو لپاره، د عامې روغتیا وزارت اقدامات کړي دي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، حکومت ته په کار ده چې له هرو ممکنو لارو څخه، لیرې پرتو سیمو ته لازم روغتیايي خدمات ورسوي.

د عامې روغتیا وزارت لیرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې له ستونزو او نیمګړتیاوو سترګې نه‌پټوي، خو د لیرې کولو لپاره‌یې د تدابیرو خبره هم کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG