د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

کندز کې د لوی اختر رارسېدو په مناسبت امنیتي تدابېر نیول شوي


د کندز امنیتي چارواکي د لوی اختر رارسېدو په خاطر د جدي امنیتي تدابېرو خبر ورکوي.

یاد چارواکي وايي، له څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې کلک امنیتي تدابېر نېولي دي.

په کندز ولایت د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان لوی پاسوال شېرعزیز کامه وال، ددې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ګډو ځواکونو ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې د لوی اختر رارسېدو په خاطر جدې امنیتي تدابېر نیولي، څو د کندز خلک په یوه ارامه فضا کې لوی اختر ولمانځي.

ښاغلی کامه وال زیاتوي چې د تېرکال د مېزان د میاشتې پېښه به بیاځل په کندز کې تکرار نشي:

کامه وال: د تېرکال د مېزان د میاشتې پېښه به بیاځل په کندز کې تکرار نشي.
کامه وال: د تېرکال د مېزان د میاشتې پېښه به بیاځل په کندز کې تکرار نشي.

"موږ د شمال ختیځ ولایتونو د امنیې قوماندانانو ته سپارښتنه کړي، څو په جوماتونو کې، په ښارونوکې او په ولسوالیو کې د لوی اختر لپاره جدې امنیتي تدابېر ونیسې، څو خلک په ارامه فضا کې د اختر شپې او ورځې تېرې کړي."

نوموړی د کندز اوسېدونکو څخه غواړي چې د ښه او ټينګ امنیت په خاطر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ شي.

بل خوا په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه هم د کندز اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی د لوی اختر رارسېدو په هدف کلک امنیتي تدابېر نیولي دي، څو خلک وکولاي شې په ښه توګه د اختر شپې او ورځې ولمانځي.

د افغان ځواکونو څو تنو منسوبینو په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل.

"موږ د اختر په خاطر قوی امنیتي پلان نیولی او دښمن هیڅ کار کولاي نشي او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ هڅې کوو څو دوی په ارامه فضا کې اختر ولمانځي."

"موږ په دې اختر کې رخصتي ونه کړه او موږ شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې یو، څو د کندز خلک پرته له کومې وېرې لوی اختر ولمانځي."

په ورته وخت کې د کندز خلک هم ډېر خوشحاله دي چې افغان امنیتي ځواکونو د لوی اختر رارسېدو په مناسبت د امنیت په برخه کې جدي تدابیر نیولي دی.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ ډېر خوښ یو چې امنیتي ځواکونو په ښار کې دننه کلک امنیتي کمر بندونه جوړ کړي دي، څو خلک پرته له کومې وېرې د اختر شپې او ورځې په خوشحالي سره تېرې کړي."

د یادونې ده چې تېرکال د مېزان میاشتې په شپږمه او د لوی اختر په پنځمه ورځ وسله والو طالبانو پر کندز ښار باندې بریدونه وکړل چې په پایلې کې کندز ښار سقوط وکړ او وروسته له ۱۴ ورځو افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه ښار د طالبانو له منګلو څخه بېرته ازاد کړي، خو لاهم د تېرکال منفې تاثیرات د کندزیانو په ذهنونو کې پاتې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG