د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

چارواکي د کندز د سقوط په اړه اندېښنې بې‌ځایه ګڼي


د کندز امنیتي چارواکي د دې ولایت د سقوط د امکان په اړه اندېښنې بې‌ځايه ګڼي او وايي چې کنټرول د دوی په لاس کې دی.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د کندز او تاجکستان تر منځ لار د تجارتي موادو د لېږد–رالېږد لپاره جوړه شي.

وسله‎والو طالبانو د یکشنبې په شپه، د کندز پر دریاب د آلچېن پُل چې ښار له شیرخان بندر او بیا له تاجکستان سره نښلوي، ویجاړ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌وال طالبان دغه موضوع ردوي.

د کندز د خان‌اباد ولسوالۍ مؤقتي سقوط او د جګړې شدت د دې ولایت د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

ډیپلوماټ خپرونه وايي، سره له‎ دې چې خان‌اباد ولسوالۍ د شنبې په ورځ حکومتي ځواکونو ونیوله خو د د زیاتو کلیو خلک تخار او د کندز ښار هوايي ډګر په لور وتښتېدل. د خپرونې په وینا، زیات خلک د تېښتې په حال کې دي.

وسله‎والو طالبانو د کندز– شیرخان بندر د "آلچین پُل" نړولی
وسله‎والو طالبانو د کندز– شیرخان بندر د "آلچین پُل" نړولی

خو د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، د جګړې له شدت سره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ولایت د ساتلو جوګه دي.

جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي:

"زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په کندز کې هر اړخیز حضور لري. دا سمه ده چې وسله‎والو طالبانو د آلچېن پُل الوزولی خو موږ خپل تدابیر لرو او ډېر ژر به دا لار پرانیستل شي. "

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله سادات د ډیپلوماټ خپرونې ته ویلي چې په امام صاحب، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالۍ کې جنګ دی.

د سادات په وینا، د جګړې اور تر خان‌اباد او قلعۀزاله رسېدلی دی.

ده هغه په وینا، پر قلعۀزال او خان‌اباد کې دواړه لوري وخت ناوخت کنټرول ټینګوي او بایلي.

د کندز د ولایتي شورا یوه بل غړي صفي‌الله امیري هم د ښار سقوط ته په اشارې سره، ډیپلوماټ ته ویلي چې د تېر کال د تراژیدۍ د بیا تکرار وېره لري.

امیري هم د ښارسقوط ته په اشاره، ډیپلوماټ ته ویلي چې د تېرکال د تراژیدي د بیا تکرار ویره لري.
امیري هم د ښارسقوط ته په اشاره، ډیپلوماټ ته ویلي چې د تېرکال د تراژیدي د بیا تکرار ویره لري.

د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د پوځ یو شمېر لوړ رتبه چارواکي په کندز کې د وضعیت د څېړنې لپاره دې ولایت ته تللي دي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد پرون دوشنبې په کندز کې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې وسله‎والو طالبانو ته به اجازه ورنه‌کړي چې بیا کندز ښار ونیسي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع مأموریت ځواکونو ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ هم پرون خبریالانو ته په کابل کې وویل:

"موږ ډاډ لرو چې کندز سقوط نه‌کوي. موږ د مرستې لپاره هلته یوو."

کلېفلېنډ تائید کړه چې وسله‎والو طالبانو د افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کړی خو ټینګار یې وکړ چې طالبان خپل سټراټېژیک هدف ته چې د دې هېواد د یوې سترې برخې سقوط دی، نه‎دي رسېدلي.

کلېفلېنډ تایید کړه چې وسله‎والو طالبانو د افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کړی
کلېفلېنډ تایید کړه چې وسله‎والو طالبانو د افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کړی

ښاغلي کلېفلېنډ څرګنده کړه چې د سپکو حملو یوه الوتکه او په امریکا کې روزل شوي افغان پیلوټان هم ور استول شوي دي.

د هغه په وینا، امریکايي پوځیان اجازه نه‎لري چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ګډون وکړي خو په ستراتیژیکو سیمو کې د افغان ځواکونو د ماتې د مخنیوي لپاره پوځي مرستې کولای شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي فرمان پر اساس، د امریکا جنګي الوتکې اجازه لري چې په خاصو مواردو کې پر ځیني اهدافو حملې وکړي.

د افغانستان د پولیسو سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د امریکا هليکوپټر هم پرون د حملو لپاره کندز ته ورسېدلي او په علي‌اباد کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره حملې کړي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ پرون ازادي راډیو ته وویل چې له کابله د اردو، پولیسو او ځانګړو ځواکونو "سپیشل فورس" اضافي قواوې هم ور رسېدلي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ
د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ

محمد قسیم جنګل باغ وویل:

"په قلعۀزال، دشت ارچي او امام صاحب ولسواليو کې جګړه روانه ده. په جګړه کې د مخالفینو ۸۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱۰ تنه‌یې په جګړه کې زخمیان شوي دي."

د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د کندز په جګړه کې د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو څلور غړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ تنه زخمیان دي.

کندز له څو اړخونو ستراتيژیک اهمیت لري.

کندز تاجکستان سره پر اړخ پروت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اسانه لار لري، د افغانستان د غنمو او وریجو زیاته اړتیا پوره کولای شي او د شمال له مهمو ښارونو دی.

XS
SM
MD
LG