د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د کندز اوسېدونکي: د ۱۳ ورځو راپدېخوا د کندز-تخار لار تړلې ده


کابو درې اوونۍ شوي چې د کندز-تخار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې چې له کبله‌یې د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

د یادې لارې یو شمېر مسافرین او موټر چلوونکي وايي، د لارې بندېدو یې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه خلک له مرکزي حکومت او د کندز له سیمه‌ییزې ادارې څخه د دغې لارې د ډېر ژر خلاصېدو غوښتنه کوي.

دوه تنو موټر چلوونکو په دې اړه ازادي راډیو داسې وویل:

"۱۳ ورځې شوي چې دغه لویه لاره تړلې ده او په دې لاره کې جګړه ده او خلک پر دغه فرعي سړک باندې تګ راتګ نه‌کوي، ټول خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

"دغه لویه لاره بنده ده، ځکه جنګ دی نو له کبله‌یې کارو باري خلک ډېر زیانمن شوي دي، له دولت څخه غواړو چې دغه لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي."

د دوی په وینا، څلور ورځې کېږي چې دولتي ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي، خو تر اوسه پورې نه‌دي توانېدلي چې دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

د دغې لارې دوو تنو مسافرینو ازادي راډيو ته وویل:

"د دغې لویې لارې تړلو له امله خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي، خلک ناروغان لري او د کور سودا ته اړتیا لري، خو په عمومي سړک تګ راتګ نه‌شي کولای."

"دیارلس ورځې شوي چې د کندز–تخار لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده، خو د کندز سیمه‌ییز حکومت نه‌دی توانېدلی چې دغه لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي."

په ورته وخت کې د کندز امنیتي چارواکي وايي، د دغې لارې د خلاصېدو په هدف د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات له څلورو ورځو راهیسې دوام لري.

د کندز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي چې دغه عملیات په دې خاطر ورو پر مخ ځي، څو ملکي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه وانه‌وړي.

د کندز د امنیت امر محمد معصوم هاشمي
د کندز د امنیت امر محمد معصوم هاشمي

هغه زیاته کړه:

"تاسې په جریان کې یاست چې زموږ عملیات په سیمه کې جریان لري، خو زموږ عملیات په دې خاطر په سیمه کې کرار روان دي چې دښمن د خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي، خو موږ ډېره توجه کوو چې خلکو ته زیان ونه‌رسېږي."

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې که دولت غواړي د تل لپاره دغه لویه لار د طالبانو له ګواښونو څخه خوندې وساتل شي او خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي، نو د دغې لارې دواړو خواوو ته پراته کلي باید د طالبانو له شتون څخه تصفیه شي، ځکه که لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه هم شي او دغه کلي پاک نه‌شي نو کېداي شي، په راتلونکي کې بیا هم دغه لاره د طالبانو له‌خوا وتړل شي.

د یادولو وړ ده چې اوس‌مهال د علی‌اباد – خان‌اباد ولسوالیو تر منځ پر فرعي واټ د کندز-تخار او بدخشان ولایتونو خلک تګ راتګ کوي چې پر دغه لاره امنیتي ستونزې هم موجودې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال راپدېخوا دا درېيم ځل دی چې د کندز–خان‌اباد تر منځ د افغان ځواکونو امنیتي پوستې د وسله‌والو طالبانو په لاس سقوط کوي او دغه لويه لاره د ترافیکو پر مخ تړل کېږي، ځکه د دغې لارې دواړو خوا کلیو کې وسله‌وال طالبان فعاله حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG