د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ازاد: جرمني پلاوي سره به د افغان کډوالو په اړه پایلې ته ورسیږو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په جرمني کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په خاطر د هغه هېواد یو پلاوي کابل ته راغلی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بحثونو له لارې به ډېر ژر داسې پریکړو ته ورسیږي چې دواړو لورېو ته د منلو وي.

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"له جرمني څخه یو پلاوی نن راغلی تر څو داسې توافق ولرو چې دواړو لورېو ته منل شوي وي، موږ په دې اړه ښه بحثونه لرل او هیله مند یو چې په نږدې راتلونکي کې ښو نتیجو ته ورسیږو."

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې تېر میلادي کال دوه نیم لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې تېر میلادي کال دوه نیم لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې
د افغان حکومت د معلوماتو له مخې تېر میلادي کال دوه نیم لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې

له دې ډلې یې جرمني ته تر ټولو ډېر افغانان رسېدلي چې ویل کېږي شاوخوا یو نیم لک افغانانو یوازې په دغه هېواد کې پناه غوښتنه کړي ده.

اروپايي ټولنې د افغانانو دې شمېرې ته په کتو وخت ناوخت ویلي چې د څلویښت فیصده افغانانو د پناه غوښتنې به ونه منل شي.

خو له دې سره افغان حکومت وايي، توانیدلي چې د کډوالو د اجباري ایستلو مخه ونیسي.

غېرقانوني کډوالۍ تر اوسه پورې د سلګونو افغانانو ژوند اخېستی او ډېرو نورو یې په درانه بیه یوه ځای ته ځان رسولای دی.

له دې ټولو سره ځينو حکومتي سرچېنو ویلي چې دې پلاوي له افغان لوري څخه غوښتنه کړي تر څو د بروکسل تر غونډې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې ته حل لارې پیدا کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې د بروکسل تر ناستې د افغان کډوالو برخلیک روښانه کړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، د دې لپاره په څو هوکړه لیکونو کار روان دی.

سلاکار حفیظ احمد میاخېل
سلاکار حفیظ احمد میاخېل

دی وايي:

"په دې تفاهنامو کې ګډې پریکړې، د راستنېدونکو لپاره د مرستو په بستو، مشغولتیاوو پیداکولو او د کډوالۍ د ډېرو څخه د مخنیوی په خاطر بېلابېل پروګرامونه شامل دي او هڅه دا ده چې د بروکسل تر غونډې مخکې دا هوکړه لیکونه د ځينو هېوادونو سره لاسلیک شي."

افغان کارپوه اسدالله ولوالجي وايي، په هغه صورت کې چې افغان حکومت د کډوالو له رضاکارانه راستنیدو سره توافق کوي باید د هغو هیوادونو د ډيرو مرستو ډاډ تر لاسه کړي.

د هغه په وینا تر هغې چې په هېواد کې اوسنی ستونزې حل نه شي هیڅ افغان هم په خپله خوښه بېرته راتلو ته حاضر نه دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG