د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

داعش د جرمني په یوه اورګاډي کې د حملې مسؤلیت منلی


د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش پرون سې شنبې په جرمني کې د هغې حملې مسئولیت منلی چې د پولیسو په وینا، یوه افغان پناه غوښتونکي ترسره کړې ده.

د جرمني پولیس وايي، د دې هېواد په جنوبي ایالت باوریا کې یوه افغان پناه غوښتونکي چې عمر یې ۱۷ کاله دی، د دوشنبې په شپه په اورګاډي کې پر خلکو د چړې او تبر وارونه وکړل.

په دې حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شول چې د دوو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.

داعش پرون د حمله کوونکي وېډيويي پیغام خپور کړی چې مخکې له مخکې ثبت شوی دی.

په دې وېډیو کې حمله کوونکي له داعشه ملاتړ اعلان کړی او د حملې خبرداری‌یې ورکړی دی.

خو د جرمني پولیسو د داعش د دې ادعا د حقیقت په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا اسناد لا نه‌دي موندل شوي چې له داعش سره د حمله کوونکي مستقیم ارتباط څرګند کړي.

پولیس وايي، پلټنې یې روانې دي.

خو راپورونه وايي، حمله کوونکي د الله اکبر نارې وهلې او بیا یې پر شاوخوا خلکو حمله کړې ده.

رپوټونه وايي، حمله کوونکي د الله اکبرنارې وهلې.
رپوټونه وايي، حمله کوونکي د الله اکبرنارې وهلې.

د جرمني د جنوبي ایالت "باوریا" د کورنیو چارو وزیر یواخیم هېرمن پرون سې شنبې خبریالانو ته وویل:

"په لومړي عاجل ټیلیفون کې چې له ریل ګاډي د عاجلو حالاتو لپاره د ځانګړو پولیسو دفتر ته شوی، یوه عیني شاهد ویلي چې حمله کوونکي د الله اکبر ناره کړې ده. پر دې علاوه، د داعش یو بیرغ د هغه په خونه کې موندل شوی دی. پولیس د دې شواهدو په څېړنه لګیا دي خو اوس مهال، د حمله کوونکي او داعش تر منځ د مستقیم ارتباط هېڅ ثبوت نه‌شته."

د جرمني پولیسو پر دې هلک چې د هویت په اړه‌یې ډېر جزئیات نه‌دي څرګند شوي، ډزې کړي او وايي چې وژل شوی دی.

پولیسو ویلي چې د هغه د خونې د تلاشۍ پر وخت‌یې د داعش یو بیرغ هم موندلی دی.

د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هېرمن ویلي چې د حمله کوونکي په خونه کې په پښتو ځیني لیکل شوي یادداښتونه هم موندل شوي چې د هغه د افراطي افکارو څرګندونه کولای شي خو له داعش سره د هغه ارتباط نه‌ثابتوي.

د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یاخیم هیرمن ویلي چې د حمله کوونکي په خونه کې په پښتو ځیني لیکل شوي
د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یاخیم هیرمن ویلي چې د حمله کوونکي په خونه کې په پښتو ځیني لیکل شوي

یواخیم هېرمن زیاتوي:

"د پېښې ځای ته د پولیسو له رسېدو سره، حمله کوونکی له رېله وتلی و خو پولیسو وروسته د [مېن] دریاب پر غاړه ونیو. هغه له پولیسو سره هم د نښتې او په تبر يې، پر هغوی د حملې هڅه کوله خو پولیسو ډزې ورباندې وکړې او ووژل شو."

د جرمني څارنوالانو ویلي چې د حمله کوونکي یو ملګري، په دې نیږدې ورځو کې په افغانستان کې وژل شوی و او دی ېې ښايي له امله عصبي او خواشینی و.

د جرمني پولیسو ویلي چې حمله کوونکی دوه کاله وړاندې له خپلې مور او پلاره پرته جرمني ته ورغلی و او یوې جرمنۍ کورنۍ ته سپارل شوی و.

که له داعش سره د حمله کوونکي ارتباط تائید شي، دا به په جرمني کې د داعش د پلویانو لومړۍ حمله وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG