د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

جرمني کې د یوه افغان کډوال په کور کې د داعش بیرغ موندل شوی


د جرمني پولیس وایي، د هغه اولس کلن افغان کډوال په کور کې د اسلامي دولت ډلې بیرغ موندل شوی چې د بافریا Bavaria په ایالت کې یې په یوه اورګاډي کې پر مسافرینو برید وکړ .

د اعماق په نوم د اسلامي دولت ډلې اړوند یو خبري اژانس وایي، دغه برید د داعش ډلي یوه غړي کړی دی.

دا ادعا داسې مهال شوې چې د جرمني د Bavaria ایالت د کورنیو چارو وزیر یوخیم هیرمن Joachim Herrmann ویلي وو، چې تر وخت دمخه ده چې وویل شي دغه کس د اسلامي دولت ډلې غړی وو او که یې په خپله په انفرادي توګه افراطیت ته مخه کړې وه.

پولیس وایي، دغه اولس کلن تنکي ځوان چې دوه کاله وړاندې له کورنۍ پرته جرمني ته تللی او پناه یې غوښتې وه د چاړې په پروني برید کې یې څلور مسافر ټپیان کړي دي چې د درېیو کسو وضعیت نازک دی.

سلطان محمد سرور د دغې پېښې په هکله په باواریا کې د افغان کډوالو کلتوري مشاور مولانا مصطفی فدایي سره مرکه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG