د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

جرمني کې پر مسافرو د يوه افغان د حملې په اړه نړېوالې تبصرې


ټايمز:

ډېرو لويديځو مطبوعاتو په جرمني کې پر مسافرو د يو افغان هلک د حملې په اړه مقالې خپرې کړې دي.

د بریتانيه ټايمز ورځپاڼه ليکي چې يو افغان هلک تر هغې وروسته د جرمني د پوليسو په ډزو ووژل شو چې هغه په ساتول او چاقو د اورګاډي پر مسافرو بريد وکړ.

ورځپاڼې ليکلي چې دغه تن په داسې مهال ووژل شو چې د تښتېدو هڅه يې کوله.
په مقاله کې راغلي چې په دغه پېښه کې ځيني خلک ټپيان شوي هم دي چې د درېيو حالت يې جدي ښودل شوی.‌

ګارډين:

د بریتانيه يوې بلې ورځپاڼې، ګارډين، د جرمني د چارواکو له خولې ليکلي چې د دغه افغان له خونې څخه د داعش بيرغ لاس ته راغلی.

ورځپاڼې ليکلي چې د دوشنبې په ورځ شوې دې حملې کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د باواريا ايالات د کورنيو چارو وزير يوخيم هيرمن ويلي چې تورن کس يو اولس کلن افغان دی چې د پناه اخېستو په لټه کې وو.

د نوموړي په خبره دغه کس د حملې په وخت د الله اکبر نارې وهلې.

وال سټريټ ژورنال:

له امريکا خپريدونکې وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم د يوخيم هيرمن همدا خبره راخېستې چې د هغه په وينا ګمان کيږي چې بريد کوونکی افغان اوولس کلن وو او جرمني ته د پنا اخېستو لپاره تللی وو.

ورځپاڼې ليکلي چې که څه هم جرمني خبرداری ورکړی و چې د پناه غوښتونکو د ورتګ او په جرمني کې د پنا غوښتلو له کبله دغه هېواد ته امنيتي خطرونه پېښېدلای شي خو د فرانسې او بلجيم په پرتله جرمني له داسې خونړېو حملو لېرې پاتې و چې له داعش څخه الهام اخلي.

وال سټريټ ژورنال ليکي چې دغه بريد به په اروپا کې د اسلام، پناه غوښتونکو او د منځنۍ اسيا، افريقې او نورو ځايونو څخه د ورتلونکو پناه غوښتونکو په اړه بحث شديد کړي.


ډيلي ټيلګراف:

ټيليګراف ورځپاڼه ليکي چې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش ادعا کړې چې په جرمني کې پر مسافرو بريد کوونکی افغان د دوی جنګيالی وو.

ورځپاڼې ليکلي چې د داعش مربوط اعماق خبري‌اژانس داسې يوه اعلاميه خپره کړې چې په کې داعش د دغه حملې مسؤليت منلی دی.

ټيليګراف ورځپاڼې ليکلي‌ چې دا حمله ښايي جرمني او په ټوله کې اروپا ته تلونکو پناه غوښتونکو په اړه اختلافات لا نور زيات کړي.

په دې مقاله کې راغلي چې انګيلامیرکل تر هغې وروسته جرمني‌ته د پناه غوښتونکو د ورتګ د کرارولو په اړه د فشار سره مخ ده چې تېرکال ۱.۱ ميلون پناه غوښتونکي جرمني ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG