د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

افغانستان

راشد خان د بغلان سېلاب ځپلو ته د مرستې کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان ویلي په بغلان او نورو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پيلوي.

راشدخان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو سېلونو کې خلکو ته په اوښتيو زیانونو خواشینی دی او هر څه یې چې په وس پوره وي د زیانمنو د مرستې لپاره یې ترسره کوي.

راشدخان تر دې مخکې هم د طبیعي پېښو له زیانمنو په تېره بیا د هرات او پکتیکا له زلزه ځپلو سره د کمپاینونو له لارې مرستې کړي.

تر راشدخان مخکې یوه افغان سوداګر میرویس عزیزي هم ژمنه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو ته یې ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.

سوداګر او د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوید افریدي هم له سېلاب ځپلو افغانانو سره د لسو میلیونو پاکستاني روپیو مرسته اعلان کړې.

په بغلان او څو نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې تخریب کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو له قطري پلاوي سره لیدلي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د عکس چپ لور ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني
د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د عکس چپ لور ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو کابل ته راغلي قطري پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت نن پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د قطر د بهرنو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د سیاسي اواقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړي او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ته به دوام او وده ورکوي.

وړاندې د قطري پلاوي په حواله ویل شوي چې قطر د افغانستان ترڅنګ په هر ډول حالات کې ولاړ دی.

بل پلو، د طالبانو تر کنټرول لاندې د دفاع وزارت نن پر خپلې ایکس‌پاڼې له همدې قطري پلاوي د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد خبري چې له وروستیو سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له مرسته يې مننه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دوام يې ټینګار کړی خپرې کړي دي.

په عین حال کې راغلي پلاوي د طالبانو د رییس الوزار له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي او ژمنه يې کړې چې د قطر هوايي شرکتونه به وهڅوي څو خپلې الوتنې افغانستان ته بیا پیل کړي.

په دې کتنو کې په دوحه کې د راتلونکې غونډې په هم خبرې اترې شوي دي.

متقي د قطر د سرې میاشتې له یوه چارواکي سره پر مرستو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د سرې میاشتې اړوند د خیریه او نړیوالې پراختیايي څانګې له مشر په کتنه کې له افغانستان سره د قطر پر مرستو خبرې کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د قطر د سرې میاشتې اړوند د خیریه او نړیوالې پراختیايي څانګې مشر محمد صلاح د یوه پلاوی په مشرۍ امیرخان متقي سره په خبرو کې ویلي: " قطري سرې میاشتې تراوسه له افغانستان سره د روغتیايي اړتیاوو، د پوهې د ملاتړ او بشري همکاریو په برخو کې مرستې کړي دي."

ضیا احمد د صلاح له قوله ویلي چې تراوسه يې په زرګونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

وړاندې ویلي شوي چې صلاح بغلان ته سفر کړی و او پر سېلاب ځپلو مرستې ویشلي دي.

د وروستیو سېلابونو زیانمونو شویو کسانو سره یو شمېر نړیوالو سازمانونو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق نغدې مرستې کړي دي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې له دې مخکې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په پروان کې له دې مخکې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست نن او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران د ورښت اټکل کړی دی.

په عین حال کې دې ادارې په شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی دی.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره په ګډه افغان سېلاب ځپلو مېرمنو ته مرستې رسوي

په وروستیو کې د بغلان یو شمېر سیمې سېلابونو وځپلې چې په انځور کې یو شمېر سېلاب ځپلې مېرمنې لیدل کېږي.
په وروستیو کې د بغلان یو شمېر سیمې سېلابونو وځپلې چې په انځور کې یو شمېر سېلاب ځپلې مېرمنې لیدل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي څو هغو ښځو ته چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمنې شوي مرستې ورسوي.

دې څانګې نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د غور ولایت د اوسېدونکې ۵۰ کلنې حمیدې کیسه راخیستې چې وايي، سېلابونو يې د مې په ۱۷مه کور ور وران کړ.

وړاندې د اغلې حمیدې له قوله ویلي شوي: "د سېلاب وېرې د هغې د لور په رحم د هغې ماشوم مړ کړی دی."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی په ګډه کار کوي څو د زیانمنو ښځو اړتیاوې په توګه او مرستې وروسوي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په غور او بغلان ولایتونو کې سېلاب ځپلو ښځو سره نغدي مرستې کړې وې.

په افغانستان په تېرو دوو اوونیو کې د سختو وروښتونو له کبله د غور په ګډون په ډېر شمېر ولایتونو کې سېلابونه جاري شوي دي.

سرپل کې سېلابونه؛ طالبان: ۵ کسان مړه شوي

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په افغانستان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په سرپل کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د سرپل ولایت د والي ویاند حبیب‌الله رسنیو ته ویلي چې دا سېلابونه تېره شپه د کوهستانات ولسوالۍ په صوفک کلي کې راوتي او له امله يې څلور ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي.

د حبیب په خبره، دې سېلابونو ۱۵۰ کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.

په وروستیو دوو اوونیو کې په افغانستان کې د سېلابونو د راوتو له کبله یوازې په فاریاب او غور ولایتونو کې ترسلو ډېر کسان مړه شوي دي.

دې سېلابونو د بغلان او تخار په ګډون په فاریاب، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې په زرګونه کورونه او کرنیز ځمکې ویجاړې کړي او خلکو ته د مالي زیان سربېره ځاني تاوانونه هم رسولي دي.

حقاني: د کانکور ازموینه په انګلیسي او عربي ژبو هم اخیستل کېږي

ارشیف: په خوست کې د ازمایښتي کانکور ازموینې یو انځور
ارشیف: په خوست کې د ازمایښتي کانکور ازموینې یو انځور

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وايي، له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلور ژبو اخیستل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته ویلي، د کانکور ازموینه به د پښتو او دري سربېره په انګلیسي اوعربي ژبو هم اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه، په انګلیسي او عربي ژبو د پوښتنې کتابچې هم چمتو شوي دي.

د حقاني په خبره، دا پرېکړه يې هغو کسانو ته د سهولت برابرول په موخه کړې چې په دري او پښتو ژبو نه پوهېږي، خو افغانستان ته راستانه شوي او غواړي چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

حقاني په دې ناسته کې وویل، د سږ کال د کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل چې لومړی پړوا به يې په ۱۶ ولایتونو کې د غبرګولي په ۱۷ مه، دویمه به يې د کابل په ګډون د چنګاس په لومړی او دویمه، درېیم پړوا به يې د چنګاښ په ۷مه او اتمه او څلورم پړوا به د چنګاښ پر ۱۴مه اخیستل کېږي.

حقاني دا نه دي ویلي چې ایا طالبان به سږ کال نجونې په کانکور ازموینه کې ګډون ته پرېږدي که‌نه، خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت تېر کال ویلي وو، تر څو چې د نجونو د زده کړو موضوع تر امر ثاني معطل وي، کانکور به یې هم معطل وي.

تېر کال په کانکور کې د ګډونوالو د کمښت یو لامل دا یاد شوی و چې له کانکور ازموینو د نجونو مخه نیول شوې وه.

برادر او متقي د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته امیرخان متقي، منځ کې ملابرادر او چپ لور ته د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته امیرخان متقي، منځ کې ملابرادر او چپ لور ته د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روغبړ پر مهال

یو شمېر طالب چارواکو په ایران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر له مشر سره کتلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس‌پاڼې ویلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.

حماس هغه ډله ده چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

ضیا په دې اړه چې دې مشرانو پر کومو مسایلو خبرې اترې کړي څه نه دي ویلي.

د طالب چارواکو په ګډون د سیمې یو شمېر لوړپوړي چارواکي پرون تهران ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په جنازه کې د ګډون په موخه تللي وو.

په دوو میاشتو کې له ۲۱۶زرو زیاتو افغانانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

ارشیف: د سور صلیب د فعالیتونو یو انځور
ارشیف: د سور صلیب د فعالیتونو یو انځور

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا "آی‌سي‌آرسي" وایي، د روان کال د جنوري تر مارچ میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۲۱۶زره زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

د دې کمېټې د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې موده کې له ۷۳زره زیات کسان د دې کمېټې په ملاتړ روغتیایي کلینیکونو کې واکسین شوي او له ۱۶۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو درملنه شوې چې پرسختې خوارځواکۍ اخته و.

د سره صلیب نړیواله کمېټې همدارنګه ویلي چې له نورو شریکانوسره به د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

چارواکي: په بدخشان کې د تېر کال په پرتله ترافیکي پېښې کمې شوي

ارشیف
ارشیف

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د تېر کال پرتله په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو د کموالي خبر ورکوي.

په بدخشان کې کې د طالبانو امنیې قومندانۍ پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ثور د میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې دولس ترافیکي پېښې شوي چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یولس کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د امنیې قومندانۍ په خبره، په حمل میاشت کې شل ترافیکې پېښې شوي چې له امله یې ۲۲ تنه مړه او ۲۸ تنه ټپیان شوي وو.

په دې اړه چې په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو د کموالي لاملونه څه و، څه نه‌دي ویل شوي.

خراب سړکونه او د موټر چلوونکوبې احتیاطي معمولاً په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

برادر او متقي د رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلي

د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي نن د تهران په پوهنتون کې د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.
د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي نن د تهران په پوهنتون کې د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته رسېدلي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دغه خبر نن چهارشنبه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف هم دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو د جنازې د دویمې ورځې مراسم په ژوندۍ بڼه د ایران له دولتي تلوېزیونه خپاره شول.

په دغو تصویرونو کې د حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني، مشر اسماعیل هنیه هم لیدل شوی دی.

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم هم د جنازې مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې مراسمو کې "مرګ پر اسراییلو" شعارونه ورکړل شوي دي.

د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي نن د تهران په پوهنتون کې د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د هغوی د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG