د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

توماس: جرمني کې وروستی برید کوونکی ښايي پاکستانی وي


د جرمني ځیني چارواکي او خبري رسنۍ وايي، هغه ځوان چې د تېرې سې شنبې په شپه يې په جرمني کې پر یو شمېر کسانو د چړې او تبر ګزارونه وکړل، ښايي پاکستانی وي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمایزیري وايي، نښې نښانې داسې ښکاري چې هغه بریدکوونکی د دغه هېواد په یوه ریل کې يې په خلکو برید کړی و افغان نه بلکې پاکستانی وګړی دی.

تردې مخکې ویل شوي و چې برید کوونکی افغان و او له داعش ډلې سره يې تړاو درلود.

افغان چارواکي وايي، د برید کوونکي چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د اصلي هویت د تثبیت لپاره تحقیقات روان دي.

فرانس پریس اژانس د جرمني پولیسو ته د نږدې مقاماتو له قوله وايي، کیدای شي هغه ځوان چې د تیرې سې شنبې په شپه يې په باوریا سیمه کې په یوه ریل کې پینځه کسان د چړې او تبر په ګزارونو ټپیان کړل، ښايي پاکستانی وي.

تر دې مخکې ویل شوي و چې برید کوونکی افغان دی چې شاوخوا دوه کال وړاندې جرمني ته راغلی و.

د جرمني پولیس وايي، ښايي دغه هلک ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته په رسېدو ځان افغان معرفي کړی وي.

برید کوونکي چې د پولیسو په ډزو ووژل شو له حملې مخکې په یوې ثبت شوې ویډیو کې ځان داعش یا د اسلامي دولت په نامه ډلې ته منسوب کړی دی.

د جرمني پولیس وايي، ښايي دغه هلک ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته په رسېدو ځان افغان معرفي کړی وي
د جرمني پولیس وايي، ښايي دغه هلک ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته په رسېدو ځان افغان معرفي کړی وي

په جرمني کې د افغانستان سفیرحمید صدیق وايي د دغه هېواد له چارواکو يې غوښتي چې د هغه هلک د هویت په اړه لازمې پلټنې وکړي چې د سې شنبې په شپه يې په باوریا سیمه کې په یوه ریل کې پر عامو خلکو برید وکړ او پینځه کسان يې ژوبل کړل.

د جرمني زیډ ډي ایف تلویزوني شبکې ویلي د برید کوونکې په ثبت شوي ویډیو کې د هغه لهجه افغاني نه ده او د متخصصانو په باور هغه په پاکستانی لهجه خبرې کوي.

دا تلویزون وايي، برید کوونکی په ویډیو کې ځان محمد ریاض ګڼلی خو په اسنادو کې د هغه اصلي نوم ریاض خان دی.

ریاض خان د سې شنبې په شپه په باوریا سیمه کې یو ریل ته وخوت او په سپرلیو يې د چړې او تبر ګزارونه وکړل.

په دې برید کې پینځه کسان ژوبل شول او په خپله برید کوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په جرمني کې افغان سفیر ښاغلي صدیق هم وايي چې ریاض خان په افغانستان کې زیات دود نه دی.

د جرمني پولیسو د ریاض خان په خونه کې د داعش بیرغ، د ځان وژنې په اړه یو لیک او هغه لیک موندلی چې برید کوونکي خپل پلار ته لیکلی دی.

XS
SM
MD
LG