د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

اردوغان: ټولې دولتي ادارې به د "ګولین" له پلویانو پاکې شي


په ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته دغلته حکومت د ۶۰۰۰ په شاوخوا کې کسان نیولې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په دې هېواد کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته یې حکومت دغلته د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور ته اړتیا لري.

اردوغان پرون وویل، حکومت به یې د اعدام د سزا د بیا پیلولو په اړه د ترکیې په پارلمان کې له اپوزیسون سره خبرې وکړي.

اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ترکي چارواکو په تېرو دوو ورځو کې د ناکامي پوځي کودتا په تړاو تر شپږ زرو زیات کسان نیولې دي.

اردوغان پرون د څو هغو کسانو د تدفین په مراسمو کې چې د کودتا په ترڅ کې وژل شوي وو ژمنه وکړه چې ټولې دولتي ادارې به د ملا فتح الله ګولین له پلویانو چې ده مکروبونه وبلل پاکې کړي.

انقره دا بانفوذه ترکي ملا د کودتا تر شا په لاس لرلو تورنوي.

"د دولت په ټولو سطحو کې به د مکروبونو د پاکولو پروسه دوام ولري. درنو ورونو دا تشکیل د سرطان په ویروس ککړ شوی او دا ویروس متاسفانه ټول حکومت ته پراخه شوی دی."

اردوغان همدارنګه له خپلو پلویانو وغوښتل چې په عادي توګه ژوند وکړي او لارو کوڅو ته را ووځي.

په نیول شوېو شپږ زره کسانو کې د ترکیې د پوځ لوړ پوړي افسران او ۲۷۰۰ قاضیان شامل دي.

تر پنځوسو زیات پوځي صاحب منصبان د یکشنبې په ورځ نیول شوي دي.

د ترکیې د عدليې وزیر دا نیونې د تصفیې عملیات بللي دي او ویلي یې دي چې د نیول شوېو کسانو شمېر به زیات شي.

په وروستیو نیول شوېو کسانو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یو نظامي سلاکار هم شامل دی.

سي این این ترک تلویزون راپور ورکړی چې علي یازیچي د کودتا په طرحه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

نوموړې څه کم یو کال مخکې د ترکیې د ولسمشر د سلاکار په توګه کار پیل کړی و.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي، په ترکیه کې وروستۍ ناکامه کودتا د داعش پر ضد د مبارزې د ګډوډیدو سبب شوې نه ده.

ښاغلي کري چې د یکشنبې په ورځ یې له لوکزمبورګ څخه د سي این این له تلویزوني شبکې سره مرکه کوله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ترکیې وروستۍ ناکامه کودتا به په دې هېواد کې پر واک د اردوغان د منګولو د لاټینګیدو سبب نه شي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري

وویل:

"فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې نوموړی داسې ونه کړي. دا کار به له اروپا ناټو او موږ ټولو سره د نوموړې د اړیکې په وړاندې یو چیلینج وي. موږ د ترکیې له حکومت غوښتي چې داسې حد پورې دې مخکې نه ځي چې د ډیموکراسۍ د پروسې په وړاندې شک او تردید رامنځ ته کړي او هلیمن یم چې داسې به ونه شي."

له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې هېواد کې د ناکامي پوځي کودتا په ترڅ کې د وژل شوېو کسانو شمېر له ۲۹۰ کسانو اوښتی او او ۱۴۰۰ کسان نور ټپیان دي. په وژل شوېو کې سل تنه یې کودتاچیان دي.

XS
SM
MD
LG