د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

یون: افغان حکومت دې د ترکیې له وروستۍ پېښې درس واخلي


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړې ارین یون
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړې ارین یون

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي، افغان حکومت ته پکار دی چې د ترکیې له وروستۍ پېښې درس واخلي او د ولس ملاتړ خپل کړي.

په ترکیه کې د حکومت پر وړاندې د کودتا هڅې له شنډېدو وروسته د افغانستان د ولسي جرګې غړي پر افغان حکومت غږ کوي چې د خلکو ملاتړ د راجلبولو لپاره خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې کړې دي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړې ارین یون د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې د ولس قناعت حاصل کړي.

اغلې یون زیاته کړه:

"افغانستان کې په هغه صورت کې حکومت کولای شي چې د ولس ملاتړ ترلاسه کړي چې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، بدبختانه چې په افغانستان کې موږ ګورو حالت برعکس دی حکومت په دې دوو کلونو کې ونه توانیده چې ولس ځان ته جذب کړي نو زه فکر کوم که چېرې ولسي ملاتړ حکومت سره اوسي هیڅ قدرت نه شي کولای چې هغه حکومت رانسکور کړي ځکه ښه مثال یې د ترکیې پېښه ده او ټولې نړۍ ته یې وښودله چې ولس د حکومت ترڅنګ ولاړ وي هغه حکومت کله هم له منځه نه ځي."

په ترکیه کې د حکومت پر وړاندې د کودتا هڅه د شنبې په شپه، د هغه هېواد د پوځ د یوې ډلې له خوا وشوه چې کودتا چیانو په لومړي سر کې د استانبول په ځینو مهمو سیمو او پارلمان ته څېرمه ځایونو کې ګڼ شمېر ټانکونه ځای پرځای کړل خو وروسته دا هڅه د حکومت او خلکو له خوا شنډه شوه.

د ترکيي چارواکو د کودتا د دې ناکامې هڅې په شک په زرګونو کسان نيولي دي.

د کودتا په دې هڅه کې لږ تر لږه ٢٦٥ کسان وژل شوي او تر ١٤٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

وروسته دغه هڅه د افغان ولسمشر په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو له خوا وغندل شوه .

په همدې حال کې یو شمېر عام افغانان هم د ترکیې د خلکو له دې اقدام نه هرکلی کوي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي ازادي راډيو ته وویل:

"دې سره هم مهاله د سیاسي چارو یو شمېر څېړونکي په دې نظر دي، که چېرې ملتونه وغواړي او په خپلو حقونو خبر وي نو هیڅکله هم هغه ډلې نه بریالی کیږي چې په غېر قانوني لارو واک ترلاسه کړي."

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر ساپی
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر ساپی

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر ساپي په دې اړه هم ازادي راډیو ته وویل:

"د ترکیې پېښې جوته کړه چې که حکومتونه ملتونو سره نږدې وي نو هیڅ قدرت نه شي کولی چې له غېرقانوني لارو حکومت ترلاسه کړي."

نوموړي وویل، د ترکیې پېښه افغان حکومت ته دا پیغام رسوي چې که حکومت له ملت سره ووسي نو هیڅ قدرت نه شي کولی چې حکومت له منځه یوسي.

نوموړي وویل چې افغان حکومت باید له دې پېښې ښه استفاده وکړي او ملت ته د خدماتو د وړاندې کولو او اسانتیاوو د برابرولو له لارې خدمت وکړي ترڅو د ملت او دولت اړیکې سره نږدې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG