د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

افغان چارواکو د ترکیې پر حکومت د کودتا هڅه وغندله


د افغانستان جمهوري ریاست په ترکیه کې د کودتا پرهڅه اندېښنه ښيي او هیله کوي چې دغه دوست هېواد بې ثباته نه شي.

ولسمشرۍ ماڼې ترکیه کې د کودتا هڅه غندلې
ولسمشرۍ ماڼې ترکیه کې د کودتا هڅه غندلې

همدارنګه اجرایيه ریاست هم په ترکیه کې د کودتا هڅه غندي او د ترکیې د خلکو په ګټه یې نه بولي.

افغان دولت، د حکومتونو د نسکورولو لپاره نظامي کودتا، د خلکو د ارادو، ثبات او پراختیا پروړاندې خنډ بولي او د خلکو په خوښه جوړحکومتونه، د ښې حکومتولۍ بېلګې ګڼي.

د افغانستان د جمهوری ریاست چارواکو د ترکيې حکومت پرضد د هغه هېواد د یوې ډلې پوځیانو له کودتا وروسته، د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان جمهوري ریاست په ترکیه کې د کودتا پر هڅه اندېښنه ښيي او هیله کوي چې دغه دوست هېواد بې ثباته نه شي.

سربېره پردې د افغانستان اجراییه ریاست په یوې خبرپاڼه کې د ترکيې د حکومت پرضد د کودتا هڅه غندلې او د هغه هېواد د جمهور رئیس، حکومت او خلکو ملاتړ یې کړی دی.

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د حکومت پر وړاندې د کودتا هڅه د شنبې په شپه، د هغه هېواد د پوځ د یوې ډلې لخوا وشوه چې کودتا چیانو په لومړي سرکې داستانبول په ځینو مهمو سیمو او پارلمان ته څېرمه ځایونو کې، ګڼ شمیر ټانکونه ځای پرځای کړل.

کودتاچیانو استانبول ځينو سیمو کې ټانکونه ځای پر ځای کړي و
کودتاچیانو استانبول ځينو سیمو کې ټانکونه ځای پر ځای کړي و

په ترکیه کې دغه حرکت د حکومت او کودتاچیانو ترمینځ د وسله والو نښتو سبب شو چې ویل کېږی، څه باندې سل تنه پکې ووژل شول او له زرو زیات ټپيان شول.

له ترکیې څخه وروستي راپورونه وایي چې د کودتا هڅه ناکامه شوې خو ترکیې چارواکو ویلي چې نورو ورته احتمالي حرکتونو ته چمتوالی لري.

همدارنګه د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، خوښ دی چې د ترکيې د حکومت پروړاندې د کودتا هڅه ناکامه شوه:

ابراهیمي د ترکیې کودتا یوه ناکامه هڅه وبلله
ابراهیمي د ترکیې کودتا یوه ناکامه هڅه وبلله

"د ترکيې د پوځ ځینو پوځیانو د کودتا هڅه وکړه، الحمدلله د ترکيې د زړه ورو خلکو د خپل منتخب حکومت او د موکراسې څخه د ملاتړ په نیت دغه کودتا ناکامه کړه، مبارکي ورته وایم چې دا دسیسه ناکامه شوه."

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان د شنبې په ورځ د ترکې د اتاترک په هوايي ډګر کې وویل هغه کسان به مجازات شي چې په کودتا کې یې لاس درلود.

د ترکېې د انادولو خبري اژانس لیکلي چې د ترکيې حکومت د کودتا په تور تراوسه شاوخوا ۱۵۰۰ پوځیان نیولي او تصفیوي عملیات یې جاري ساتلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG