د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

سرنوشت: داعش به ختم شي؟


په ترکیه کې د رجب طیب اردغان د دولت په وړاندې د کودتا ناکامه هڅه او په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې چټکول، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ترکیې ناکامه کودتا، د ولس د ارادې غوڅه برلاسي.

په سرمقاله کې راغلي، د ترکیې ناکامې کودتا او د دغې کودتا پر وړاندې د ترکیې د ولسمشر او ولس غبرګون خلکو ته یو درس و، خو ډېرې پوښتنې یې هم را ولاړې کړي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د ترکیې حکومت ته د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي په څیر سناریو جوړه شوې وه، خو اردغان وکولای شول چې د سیار ټیلفون له لارې خلک د کودتا پر ضد وهڅوي او همدغه ولس هغه پوځ مات کړ چې په اکثرو لویو پریکړو کې لاس لري.

د ورځپاڼې په باور، د ترکیې کودتا افغان مشرانو ته دا پيغام ورکوي چې باید د ولس پياوړی ملاتړ له ځان سره ولري.

مدنیت ورځپاڼې بیا لیکلي چې د ترکیې د حکومت پر وړاندې کودتا د ترکیې د حاکم دولت د مخالفینو ځپل توجیه کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د اردغان پرضد کودتا وروسته له هغې وشوه چې نوموړي په تېرو میاشتو کې د مخالفینو یو شمېر خپرونې بندې کړې او یو شمېر سیاسي مخالفین یې بندیان کړل.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د هېوادونو په کچه هم د ترکیې کودتا وغندل شوه او دا په دې معنا ده چې پیاوړې هېوادونه هم د ترکیې د حکومت ملاتړ کوي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د داعش پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې چټکتیا ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش ریښې وباسي.

په سرمقاله کې ننګرهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني وروستي سفر ته اشاره شوې چې هلته یې له مسئولینو غوښتي چې ډېر ژر داعش له منځه یوسي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د افغان حکومت فعالیتونه نړیوالو ته د قناعت وړ دي او همدا لامل دی چې په لویو نړیوالو غونډو کې د افغان ولس او ځواکونو ملاتړ کیږي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې داعش به ختم شي؟

په سرمقاله کې راغلي، ستونزه د افغان حکومت په مدیریت کې ده، که نه د ملي اردو موجود یولک او پنځوس زره کسان په ډیرې آسانۍ کولای شي چې سلګونه داعشیان له پښو وغورځوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د داعش پر ضد چې تراوسه کوم عملیات شوي، ډیر ګټور نه وو، ځکه داعش یوازې له سیمو په شاشوي، خو د ریښې ایستلو ته یې کار نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG