د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد پلانوونکى وژل شوى


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان او پر پوځي ښوونځي د بريد پلانوونکى عمر نرى عرف الياس خالد خراسانى وژل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو کې داسې راپورونه خپرېدل چې ګواکې عمر خراسانی له خپلو يو شمېر ملګرو سره يوځاى د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې وژل شوى دى.

بجوا: د پيښور د پوځي ښوونځي د خونړۍ حملې طراح وژل شوی
بجوا: د پيښور د پوځي ښوونځي د خونړۍ حملې طراح وژل شوی

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د څانګې مشر جنرال عاصم سليم باجوه د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د عمر خالد خراساني د وژنې پخلى کړى او ليکلي يې دي:

"په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموريت قومندان جنرال نيکولسن د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف ته ټیليفون کړى او په افغانستان کې يې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ورته د ترهګر عمر نري چې په الياس خالد خراساني او الياس خليفه عمر هم مشهور و، د وژنې پخلى کړى."

خو ښاغلي باجوه دا نه دي ويلي چې عمر خالد خراسانى د افغانستان په کومه سيمه کې د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې وژل شوى دى؟

پاکستاني چارواکي وايي چې خالد خراسانى د تحريک طالبان پاکستان د يوې ډلې مشر او مهم قومندان او پر پاچا خان پوهنتون او پېښور کې پر پوځي ښوونځي د خونړي بريد طرح کوونکى و.

پاکستاني طالبانو د ٢٠١٤م کال په دسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي خونړى بريد کړى
پاکستاني طالبانو د ٢٠١٤م کال په دسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي خونړى بريد کړى

پاکستاني طالبانو د ٢٠١٤میلادي کال په دیسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي خونړۍ بريد کړى و چې د زده کوونکو او د ښوونځي د کارکوونکيو په ګډون په کې تر ١٤٠ زيات کسان وژل شوي وو.

همدا راز وسله والو د روان کال د جنورۍ په ٢٠ مه نېټۀ تر پوځي ښوونځي وروسته يو ځل بيا تعليمي اداره په نښه کړه او د خېبر پښتونخوا صوبې په چارسده کې يې پر باچا خان پوهنتون ډله ييز وسله وال بريد وکړ چې ٢٢ کسان په کې مړه او تر ٢٠ زيات په کې ټپيان شول.

وسله والو د روان کال د جنورۍ په ٢٠ مه نېټۀ تر پوځي ښوونځي وروسته يو ځل بيا تعليمي اداره په نښه کړه
وسله والو د روان کال د جنورۍ په ٢٠ مه نېټۀ تر پوځي ښوونځي وروسته يو ځل بيا تعليمي اداره په نښه کړه

د چارواکو په خبره، د دغه بريد مسووليت هم د تحريک طالبان پاکستان منلى و او طرحه کوونکى يې همدا عمر نرى عرف عمر خالد خراسانى و.

په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان دا قومندان تر هغې وروسته وژل شوى چې د پاکستاني پوځ مشر څه موده مخکې کې له هغه امريکايي پلاوي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت قومندان جنرال نيکولسن هم په کې و، غوښتي وو چې په افغانستان کې دې د هغو پاکستاني ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي چې هلته پټ دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې افغان پولي ته څېرمه د پوځي عملياتو له امله ګڼ شمېر وسله وال افغانستان ته تښتېدلي او له هغه ځايه پر پاکستان د بريدونو پلانونه جوړوي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې ځانګړو پوځي محکمو د ٢٠١٥میلادي کال په اګست کې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول بريد کې ککړو ٦ ترهګرو ته د مرګ او يوه ته د عمر بند سزا هم اورولې وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG