د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

پاکستان: په پېښور کې پر پوځي ښوونځي حمله کوونکو ته د مرګ سزا واورول شوه


په پاکستان کې يوې پوځي محکمې د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد په تور نيول شويو ٦ کسانو په ګډون ٧ کسانو ته د مرګ او يو تن ته د عمري بند سزا او همداراز په کراچۍ کې د اسماعيلي فرقې پر بس د بريد په تور نيول شوي يو ١ تن ته د مرګ سزا اورولې ده.

په پاکستان کې پوځي محکمو دغو ٨ ملکي کسانو ته تر هغې وروسته سزا اورولې او د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف تصويب کړې چې د دې هېواد سترې محکمې څو ورځې وړاندې په پوځي محکمو کې د ملکي مجرمينو د محاکمه کولو قانون تصويب او په دې اړه يې شوي اعتراضونه خارج کړل.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په يوې خپرپاڼه کې د پوځي محکمو له خوا ٧ کسانو ته د مرګ او ١ ته د عمري بند سزا ورکولو خبر ورکړى او د هغوى په اړه يې بشپړ معلومات خپاره کړي؛ خو دا يې نه دي ويلي چې دغه محکمې په کوم ځاى کې جوړې شوي دي؟

خبرپاڼه کاږي چې په دغه ٨ کسانو کې د تحريک طالبان پاکستان؛ توحيد الجهاد او جيش محمد وسله والو ډلو غړي شامل دي چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي؛ په کراچۍ کې د اسماعيليانو پر بس او همداراز د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لاس لاره.

د پاکستان حکومت د تېر ٢٠١٤م کال د ډسمبر په ١٦مه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر بريد وروسته چې د ماشومانو په ګډون يې په کې نزدې ١٥٠ کسان ووژل؛ په دې هېواد کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د پوځي محکمو د جوړولو اعلان وکړ او په دې لړ کې يې د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون هم وکړ.

د دغه بريد مسووليت د ملا فضل الله په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلى و او دا يې په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو غبرګون بللى و.

همداراز وسله وسله والو د روان ٢٠١٥م کال د می په ١٣مه نېټۀ د سند ايالت د مرکز کراچۍ په صفورا ګوټ نومي سيمه کې د اسماعيلي لږۀ کيو پر يوه بس بريد کړى و چې په نتيجه کې يې ٤٣ کسان وژلي او ١٣ نور ټپيان کړي ول.

د دغې پېښې مسووليت د جندالله په نامه وسله والې ډلې منلى و چېڅه موده مخکې له پاکستاني طالبانو جلا او د داعش له وسله والې ډلې سره يې بيعت اعلان کړى دى.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې خبر پاڼه همداراز کاږي چې په پوځي محکمو کې محاکمه شوي ملکي کسان حق لري چې په همدغو محکمو کې د مرافعې غوښتنه وکړي.

د پاکستان د پوځي مقاماتو د وينا له مخې؛ دا مهال په دې هېواد کې ٩ پوځي محکمې جوړې شوي چې له دې ډلې په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالتونو کې ٣- ٣، سند کې ٢ او په بلوچستان کې د ١ محکمه ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG