د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

پیښور: وسله والو د پوځ په یوې هوايي اډې حمله کې ١۹ کسان ووژل


وسله والو د خيبرپښتونخوا مرکز پېښورته نږدې په بډه بيره کې د پاکستان د هوايي ځواک پر يوې اډې ډله ييز وسله وال حمله کړې چې د پوځي مقاماتو په وينا په دغه ډله حمله کې تردې دمه د پاکستاني پوځ د ٣ سرتېرو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه وايي، څوارلس وسله والو، چې د پاکستان د ملېشه ځواکونو يونيفارم يې پر غاړه و، د جمعې په ورځ سهار پېښور ښار ته نږدې د بډه بيرې په سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک پر يوه کيمپ حمله کړى چې په نتيجه کې يې تردې دمه د ١٣ وسله والو په ګډون ٣٢ کسان وژل شوي دي.

باجوه وايي، چې ترهګرو د سهار د لمانځه پرمهال د هوايي ځواک پردغې دغه اډې له دوو خواوو حمله وکړه او اډې ته نر ننوتلو وروسته په دوو ډلو تقسيم شول چې يوې ډلې يې په جومات کې دننه پرلمونځ کوونکي ناتاره ډزې وکړې او ١٦ کسان يې ووژل.

په دغه حمله کې د پاکستان د امنيتي سرتېرو په ګډون لږترلږه ٢٥ کسان ټپيان شوي هم دي چې په دوى کې دوه جګپوړي پوځي افسران هم شامل دي او د سليم باجوه په خبره چې دا مهال په سيمه کې د احتمالي پاتې پټو شويو وسله والو د ختمولو لپاره چاڼيزعمليات دوام لري.

که څه هم د پاکستان د پوځ وياند په دغه پېښه کې د ١٩ کسانو د مړينې پخلى کړى، خو د هغوى د هويت په اړه يې څۀ نه دي ويلي، چې ايا دوى د هوايي ځواک سرتېري دي که ملکي وګړي؟

د خيبرپښتونخوا ايالتي چارواکي وايي، چې د پېښې ټپيان يې د پېښور پوځي او نورو دولتي روغتونونو ته لېږدولي دي، چې ځينو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي. د پېښور د پوليسو يوه مشرمبارک زيب د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل:

((دا پېښۀ نن سهار پنځه نيمې بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې نږدې لسو_پېنځلسو ترهګرو پر پوځي اډه حمله وکړ، خو د امنيتي سرتېرو له سخت مقاومت سره مخ شول. پوځ، پوليسو او زموږ نورو امنيتي سرتېرو سيمه محاصره کړې ده او تلاشي عمليات دوام لري. ))

بډه بېره د پېښور ښار په شپږ کيلومټرۍ کې پرته سيمه ده، چې د خيبرايجنسۍ له قبايلي او د ادم خېل درې له نيمه قبايلي سيمو سره نښتې پولې لري او وخت ناوخته په کې د وسله والو خوا پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو حملهونه کېږي.

د بډبیرې پوځي هوايي اډه چې په ۱۹۶۰ م کال کې جوړه شوې، فعاله نه ده او د پاکستان د هوايي ځواک د صاحب منصبانو او کارکونکيو د کورونو او استوګنې لپاره کارول کیږي.

په پېښورکې د پاکستان د هوايي ځواک پر کيمپ په داسې وخت کې حمله شوى چې په پاکستانيو ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال راهيسې افغان پولي ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي او په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو ترهګرو د ځپلې او د هغوى د نېټ ورک د له منځه وړلو ادعا کوي.

د پاکستان دولتي و پوځي مقامات دا حمله په قبايلي سيمو کې د روانو پوځي عمليات غبرګون بولي‎.

له بلې خوا د تحريک طالبان پاکستان وياند رسنيو ته په لېږل شوي برېښنناليک کې په پېښور کې د هوايي ځواک پر کيمپ د حمله مسووليت منلى او امنيتي ځواکونو ته يې د ډېر زيان اړولو ادعا کړې ده.

د وسله والو له خوا په پېښور کې د هوايي ځواک پر کيمپ دغه حمله په تېر دسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر حمله وروسته تر ټولو ستر حمله انګېرل کېږي.

همدا لامل دى، چې د پاکستان صدرعظم، د کورنيو چارو وزير او نورو سياسي او پوځي مشرانو دا حمله غندلى او د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او د هوايي ځواک مشر سهيل امان په بېړني سفر پېښور ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پېښور تر حمله وروسته د امنيتي وضعيت څېړلو لپاره په پايتخت اسلام اباد کې د پوځي او سياسي مشرانو يوه بې بېړنۍ غونډه هم راغوښتې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG