د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

باجوه: په پېښور کې د هوايي ځواک پر اډې د بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوى و


د پاکستان پوځي مقامات وايي، په پېښور کې د پاکستان د هوايي ځوک پر يوې اډې د ډله ييز وسله وال بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوى و او همداراز ادعا کوي چې د دغه بريد لپاره بريدګر له افغانستانه راغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ته نيزدې په بډه بېره سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک پر يوه کيمپ بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د وسله والو په ګډون ٤٣ کسان ووژل شول.

د پوځي چارواکيو په وينا؛ د دغه بريد په وژل شويو کې د پاکستان د هوايي ځواک ٢٦ غړي؛ ٤ ولسي وګړي او ١٣ بريدګر شامل دي.

د چارواکيو په خبره، وسله والو برید کوونکيو عسکري یونیفورم اغوستی و او په دوو ډلو کې د پوځیانو د اوسېدو ځای ته ننوتي وو چې هلته یوې ډلې یې پر جومات برید کړی و او ١٦ تنه يې په کې وژلي ول.

له بلې خوا د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د جمعې په ورځ ناوخته په پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې پر پوځي اډې د دغه بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوى و او زياته يې کړه چې د بريد پر مهال بريدګر له افغانستانه کنټرولېدل.

((دغه خلک له افغانستانه راغلي وو؛ د دې بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوى و او له همدې هېواده عملي او کنټرولېده. دا چې د دې تر شا نور څه محرکات او ريښې دي؛ په دې اړه استخباراتي ادارو کار روان کړى؛ نو زه اوس مهال په دې اړه څه نه وايم؛ خو د نورو تفصيلاتو تر لاسه کولو وروسته به يې له تاسو سره ضرور شريک کړم.))

باجوه همداراز زياته کړه، دا بريد د پاکستاني طالبانو هغې ډلې کړى چې قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله افغانستان ته تښتېدلي؛ خو د دې ترڅنګ يې دا هم وويل، موږ هيله لرو چې په افغانستان کې د دې بريد پلانېدل به د دې مانا ونه لري چې ګنې په دې کې دې د دې هېواد دولت يا کومه اداره ښکېله وي.

هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د دغې حملې د پلانېدو ادعا يې سرسري نه؛ بلکې د کره معلوماتو او د ترهګرو د ټليفونونو د ثبتولو پر بنسټ کړې ده.

د پاکستاني طالبانو له خوا په پېښور کې د هوايي ځواک پر کمپ دغه بريد په تېر ډسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته تر ټولو ستر بريد انګېرل کېږي.

دا بريد په داسې وخت کې شوى چې پاکستانيو ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې د پراخو برياوو ادعا کوي.

د پاکستاني پوځ وياند د طالبانو دا بريد د دغه عملياتو غبرګون وباله خو ټينګار يې وکړ چې د ترهګرو او د هغوى د مرستندويانو تر ځپلو پورې به دا عمليات دوام ولري.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف؛ د پوځ لوى درستيز او نورو سياسي او پوځي مشرانو په پېښور کې د هوايي ځواک پر کمپ د طالبانو بريد غندلى او په خبره يې چې دا ډول بريدونه يې حوصلې ټيټولى نه شي؛ بلکې د وروستي ترورېست او ترورېزم تر ختمېدا به پوځي عمليات دوام ولري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG