د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کابلي: ځیني کړۍ د شخصي ګټو په خاطر پر حکومت نیوکې کوي


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي، په مجموع کې افغان حکومت له خلکو سره په کړې ژمنو کې پاتې راغلی خو ځیني کارونه یې چې کړي باید سترګې ځینې پټې نه شي.

د سلما د بند پرانېستل، په فراه ولایت کې د بخش اباد د بند د جوړلو د تړون لاسلیک کول، د کجکي د برېښنا د بند د پراختیا لپاره هڅې په نورستان ولایت کې د برېښنا د بند جوړولو ته اقدام کول، د چابهار د بندر پرانېستنه او داسې نور، د ملي یووالي د حکومت هغه عملي کارونه دي چې د ملي مشارکت ګوند يې د حکومت لاسته راوړنې بولي.

د دې ګوند ريیس نجیب اله کابلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت له خلکو سره پر کړو ژمنو سل په سلو کې عمل نه دی کړی، خو کوم کارونه یې چې ترسره کړې، باید سترګې ځیني پټې نه شي.

ښاغلي کابلي زیاته کړه:

"په داسې یوه هېواد کې یو چې منفي ګرايي په کې زیاته شوې. لږ تر لږه هغه کارونه چې دولت یې کوي باید وستایل شي څو وهڅیږي چې نور کارونه هم وکړي. سلما بند چې پرانېستل شو ټول خلکو خوښ شول، خو ایران او پاکستان یې سخت اندیښمن کړل. د حکومت د وروستیو څلورو میاشتو کارونه ستایو. د طالبانو او پاکستان پر وړاندې یې موضع ګیري ښه وه. سترګې ترې نه پټوو."

نجیب اله کابلي وویل، سربېره پر پاکستان او ایران چې د افغان حکومت پرمختګونه نه شي زغملای، په هېواد کې دننه هم ځیني کړۍ شته چې د شخصي ګټو په خاطر، د خلکو د ذهنونو ګډولو لپاره، پر حکومت بې بنیاده نیوکې هم کوي.

کابلي وویل، سربېره پر پاکستان او ایران چې د افغان حکومت پرمختګونه نه شي زغملای
کابلي وویل، سربېره پر پاکستان او ایران چې د افغان حکومت پرمختګونه نه شي زغملای

ده د حراست او ثبات د شورا د نړیوالو اړیکو د مشر عمر داوودزي د دوشنبې د ورځې څرګندونو ته چې ویلي دي، افغان حکومت له دوو کلونو وروسته مشروعیت نه لري هم اشاره وکړه او دا ډول څرګندونې یې د هېواد په زیان وبللې.

کارپوهان وايي، انتقاد کوونکي باید د وضعیت د ښه کولو لپاره حکومت ته علمي او مسلکي مشورې ورکړي، نه دا چې تل انتقادي نظر وړاندې کړي.

داوودزی: مصلحتي حکومت ټول عمر نه شو منلی
داوودزی: مصلحتي حکومت ټول عمر نه شو منلی

د دې کارپوهانو له ډلې روح اله امین له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، په هېواد کې څه نا څه کارونه شوي او سیاسیونو او د منتقدینو ته پکار ده چې له حکومت سره د چارو په پرمخ بیولو کې مرستې وکړي:

"موږ باید لوی ملي ارزښتونه تعریف کړو او دا ارزښتونه د خپلو شخصي اهدافو قرباني نه کړو. موږ بدې خبرې ډیرې کوو، مشران سپکوو او سترې ملي پروژې د شخصي ګټو په خاطر تر پوښتنې لاندې راولو. موږ باید حکومت ته چانس ورکړو. څو پرمختګونه محاسبه شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره خلک د ملي یووالي حکومت په سیاسي، اقتصادي او امینتي برخو کې ناکام بولي.

دوې وایي، په هېواد کې بې کارۍ او ناامنیو خلک تنګ کړي

او ټینګار کوي چې که حکومت روانو ستونزو ته عملي ګامونه پورته نه شي، د خلکو ستونزې به له دې هم زیاتي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG