د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ولسمشر غني د ترکمنستان ـ اقینې د اوسپنې پټلۍ کار پرانیزي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر غني به راتلونکي میلادی میاشت د ترکمنستان- اقینې بندر د اوسپنې پټلی پرانیسته وکړي.

د جمهور رییس د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې ښاغلی غني د دې پروژې پرانیستې لپاره ترکمنستان ته ولاړ شي.

د افغانستان جمهوري ریاست ترکمنستان ته د ولسمشر غني راتلونکي سفر د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، انرژي او ترانزیتي برخو کې د همکاریو د زیاتیدو لپاره له اهمیته ډک بولي.

د جمهور رییس د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې سفر په جریان کې به د اقینې رېل پټلۍ پرانستې تر څنګ د هغه هېواد سره د لاجوردو ټرانزیټې موافقتنامه هم لاسلیک شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

هغه زیاته کړه:

"د شانګهای ناستې په څنډه کې د ترکمنستان ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د آقینې بندر د پرانیستلو په هدف ترکمنستان ته ولاړ شي، افغانستان ډېر لېواله دی چې په بېلابېلو برخو کې له ترکمنستان سره همکاري ولري."

د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د اوسپنې دا پټلۍ له ترکمنستانه شروع او د فاریاب ولایت له اقینې بندر سره وصلېږي.

په دویم پړاو کې دا پټلۍ د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د هغه ولایت اندخوۍ ښار ته او له هغې وروسته بیا د جوزجان، بلخ او کندز له ولایتونو تېرېږي او تاجکستان ته رسېږي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا افغانستان اوس مهال د دوو اوسپنې پټلیو درلودونکی دی چې یوه یې د ازبکستان او بلخ تر منځ او بله پټلی هم د د ترکمنستان او تورغونډۍ تر منځ ده چې پر دواړو عملاً د سوداګریزو توکو صادرات او واردات تر سره کېږي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلیو لارو جوړولو موضوع د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۷۹ کې د بریتانیایانو له خوا مطرح شوه خو له هغې وروسته دا چاره د بېلابېلو عاملونو له امله په دغه هېواد کې ځنډېدلې ده.

په افغانستان کې د نوي نظام له راتلو سره د اوسپنې لومړی پټلۍ په کال ۲۰۰۸ کې د ایران له خوا بشپړه شوه چې اوس هڅه کېږي په دې عرصه کې لا نور کار تر سره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې د دې خط پرانسته د بازار موندنې له برخې سره ښه مرسته کولای شي.

د دې خط پرانیسته د بازار موندنې له برخې سره ښه مرسته کولای شي
د دې خط پرانیسته د بازار موندنې له برخې سره ښه مرسته کولای شي

نوموړي زیاته کړه:

"مهمه دا چې افغانستان د دوو لارو کولئ شي د دوو مهمو تجارتي ځایونو سره وصل شي یو د ترکمنستان له لارې آزربیجان، برجستان، ترکیه، کسپین بحیره او اروپا ده او بله لاره یې ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان او چین ده."

په همدې حال کې د اقتصادی چارو څېړونکی سیف الدین سیحون وايي دا چې افغانستان په وچه کې ګیر هېواد دی نو د اوسپنې پټلیو جوړول ښه اغیزناک تمامیدای شي.

سیحون: د اوسپنې پټلیو جوړول ښه اغیزناک تمامیدای شي
سیحون: د اوسپنې پټلیو جوړول ښه اغیزناک تمامیدای شي

نوموړي زیاته کړه:

"د ریل پټلۍ او مواصلات د افغانستان لپاره ارتباطي شاه رګونه دي هم د توکو د انتقال او هم سوداګرۍ لپاره، افغانستان چې په وچه کې پروت دی نو دا پټلۍ افغانستان له سیمې او نړۍ سره نښلوي او د اقتصاد لپاره یې مهم دی."

له دې وړاندې جمهور رییس غني ويلي هڅه کوي چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ په یوه ټرانیټي او سوداګریز پل بدل کړي او د افغانستان د جغرافیایې موقعیت څخه به د سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا په ګټه کار واخلي.

ښاغلی سیحون وايي د دې پروژې په پرانیستو سره به افغانستان یو ټرانزیټي دهلېز ته لاس رسی پیدا کړي.

د هغې په وینا د ملي یووالي حکومت باید هڅه وکړي چې افغانستان د پاکستان او ایران په اقتصادي بازارونو له تکیې څخه راوباسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG