د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

افغانستان له روسیې څخه د وسلو او پوځي وسایطو غوښتنه کړې


د افغانستان حکومت روسيې ته د هليکوپټرو، وسلو او د پوځي وسایطو د پرزو رسمي غوښتنلیک وړاندې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي دروسیې د ملي امنیت شورا ته په رسمي لیک کې څرګنده کړې چې هېواد یې هليکوپټرو او د هغوی پرزو ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي پرون پنجشنبې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، افغانستان له مسکوه د هليکو پټرو ترڅنګ، وسلو ته هم اړتیا لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی

کابل اومسکو یوه میاشت مخکې، په پوځي چاروکې د تخنیکي همکاریو موافقه وکړه.

په دې اړه چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د روسیې له حکومته څه ډول هليکو پټر او وسلې غوښتې، ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د ملي دفاع وزارت ویندوي جنرال دولت وزیري پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د هوايي قوا یو شمېر صنفونه فعال دي خو زیاتو جنګي او کشفي الوتکو، ټرانسپورټي هليکوپټرو او د الوتکو د ترمیم لپاره پرزو ته اړتیا لري.

زموږ د هليکوپټرو د ترانسپورتي او کشف الوتکو برخه فعاله ده
زموږ د هليکوپټرو د ترانسپورتي او کشف الوتکو برخه فعاله ده

دولت وزیري زیاته کړه:

"هوايي قواوې یوازې هليکوپټر نه دي، په دې کې زیات صنفونه شته لکه رادار، توپچي او راکټ دافع هوا، ترانسپورتي الوتکې، جنګي هليکوپټر، کشفي، جنګي جېټ او ښکاري الوتکې، که څوک غواړي چې قوي او غښتلی هوايي پوځ ولري، دا ټول صنفونه یې باید فعال وي، د اوس لپاره زموږ د هليکوپټر برخه، د ترانسپورتي او کشف الوتکو برخه فعاله ده خو نورې یې لا ندې فعالې شوې، زموږ کوښښ دا دی چې هغه هېوادونه چې له موږ سره د هوايي او ځمکني ځواک په پیاوړتیا کې مرستې ته متعهد دي، زیات کمکونه وکړي چې زموږ هوايي ځواک په پښو ودرېږي."

ښاغلي وزیري ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې د هوايي ځواک د فعال ساتلو لپاره د اضافي پرزو موجودیت ډېر مهم دی.

د ده په وینا، جنګي او ترانسپورټي الوتکې، په دوامدار ډول تر محدود پرواز وروسته ترمیم او نوې کېدو ته اړتیا لري.

د ملي دفاع د وزارت ویندوي په دې اړه چې د روسیې له حکومته د وسلو او پوځي وسایطوغوښتنه شوې، تبصره نه ده کړې.

د امریکا متحد ایالات د افغانستان د هوايي قوا د پیاوړي کېدو لپاره له سترو مرسته کونکو دی.

امریکا په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان د هوايي ځواک پر روزنه، تجهیز او پراختیا دوه نیم ملیارډ ډالر لګولي دي.

د دې هېواد دفاع وزارت به تر ۲۰۱۸ میلادي کاله افغانستان ته لږترلږه ۲۰ سپکې، جنګي الوتکې ورکړي.

خو د روسیې د پوځي مرستو په اړه دقیق ارقام نشته.

د مسکو چارواکو د افغانستان له لوري د هليکوپټرو او وسلو د دې تازه غوښتنې په اړه ویلي چې یوازې د تجارتي هدف لپاره دا کار کولائ شي.

XS
SM
MD
LG