د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

کارپوهان: افغانستان د روسیې پوځي همکارۍ ته جدي اړتیا لري


پوځي کارپوهان او د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي د افغانستان او روسیې تر منځ پوځي همکاریو ته خوشبینه دي.

دوی وايي، افغانستان اوس د روسیې پوځي همکاريو ته جدي ضرورت لري او دغه همکاري د یوه منظم چوکاټ له مخې ګټوره تمامېدای شي.

د کابل او مسکو تر منځ د پوځي همکاریو په دوام روسیې یو ځل بیا د نورو برخو ترڅنګ له افغانستان سره د هر ډول پوځي همکارۍ ژمنه تازه کړې.

افغان سیاسي او پوځي کارپوهان په پوځي برخه کې له افغانستان سره د روسیې همکاري مهمه بولي خو سپارښتنه یې دا ده چې دغه مرستې باید د یوه منظم چوکاټ له مخې وشي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی فتح الله قیصاري وايي، افغانستان مجبور دی چې د خپلو ځواکونو د تجهیز لپاره له روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا پر مرستو هم انتقاد وکړ او دا یې وویل چې د امریکا د پوځي همکارۍ پر ځای د روسیې مرسته ډېره ګټوره تمامېدای شي.

ښاغلي قیصاري زیاته کړه:

"نن افغانستان مریض دی یعنې له څلورو خواوو انتحاریانو، ترورېستانو ځالې په کې جوړې کړي نو ځکه د افغانستان ولسمشر مجبور دی چې لاس اوږدوي څو د افغانستان مریضي درمان شي، امریکایانو چې پولیسو ته کومې وسلې ورکړې له هغې نور بد ماډل نه شته او اردو ته یې چې کومې وسلې ورکړي مرمۍ یې کمبودي کوي خو روسي وسلو تر یو اندازه خپل امتحان ورکړی او ښې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشبنې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د کتنې پر مهال ویلي چې افغان حکومت به ژر له روسیې سره د پوځي همکارۍ د چار چوکاټ عملي کېدو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان او روسیې تر منځ د پوځي همکاریو د چوکاټ له مخې به دغه دواړه هېوادونه په بېلاېبلا پوځي برخو کې له یو بل سره همکاري کوي او ښايي کابل د همدغه چوکاټ پر اساس له روسیې سره ځینې پوځي هوکړې هم لاسلیک کړي.

که څه هم انګېرنې دا دي چې د کابل او مسکو تر منځ پوځي همکاري به ځینې حساسیتونه راوپاروي خو نظامي کارپوهان بیا له دغه استدلال سره دومره موافق نه دي.

د پوځي چارو کارپوه حي ګل سلیمان خېل وايي، افغانستان له خپلو متحدینو او په خاصه توګه له امریکا سره تر مشورې وروسته له روسیې سره خپله پوځي همکاري ډېروي.

ښاغلی سلیمان خېل زیاتوي:

"دا چې د افغانستان دولت جمهور رییس او یا د ملي امنیت سلاکار له روسیې سره قرادادونه کوي دا د امریکا له مشورې پرته نه دي، حتماً د امریکا مشوره او اوکې په کې موجوده ده امریکا هم نه توانېږي چې له امریکا او یا هم اروپا نه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز وکړي نو روسیه موږ ته ډېره نږدې ده."

ښاغلی سلیمان خېل وايي، که څه هم افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د دې حق لري چې له کوم بل هېواد سره پوځي او سیاسي همکاري ډېره کړي خو د روسیې په باب د امریکا خوښه حتمي ده چې دا یې کړې.

پوځي کارپوهان په افغانستان کې د مخ پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت د قابو کېدو لپاره د افغان ځواکونو تجهیز او سمبالنه حتمي ګڼي خو وايي، په افغانستان کې د بې ثباتۍ او نا امنۍ د پای ته رسېدو لپاره باید له وسله والو مخالفینو سره سوله وشي.

راپور: محمد حديث پردېس

XS
SM
MD
LG