د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

کونړ کې زرګونو کسانو د افغان پوځ په ملاتړ مظاهره وکړه


د کونړ په مرکز اسداباد کې د پاکستان خلاف په زرګونو کسانو لاریون وکړ، لاریون کوونکو له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ، له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې پاکستان په افغانستان کې له بریدونو او لاسوهنو منع کړي.

مظاهره د تکبیر په نعرو او د پاکستان خلاف په شعارونو ګرمه وه.

د دمکلي ځوانانو شورا مشر ذبیح الله صاحب الحق لاریون کوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل ټول افغانان یو وجود دی او دوی په هر ځای کې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي:

"د کونړ غیرتي او تورزن ولسونه د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، موږ پخوا هم له خپلو سرحدونو دفاع کړې او اوس هم ټول ورته چمتو یو."

لاریون کوونکو ګواښ کاوه چې که چېرته پاکستان خپل بریدونه او لاسوهنې بندې نه کړي نو دوی چمتو دي چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او د پاکستانیو ځواکونو خلاف جګړه کې برخه واخلي:

"پاکستان باید له خپلو لاسونو، د افغانستان په خاوره کې له ودانیو او دروازو جوړولو لاس په سر شي او که داسي ونه شي نو دوی به د خپلو ځواکونو ترڅنګ خپلې وسلې را واخلي او د یاد هېواد خلاف به جنګ کې برخه واخلي."

قومي مشر ډګروال شاه محمود خان قاضي خېل وویل پاکستان له تېرو درېیو لسیزو په افغانستان کې د پردیو جنګي پروژې عملي کړي او تل يي د افغانستان ورانولو او افغان وژنې پالیسۍ ته دوام ورکړی چې دوی يې دغه کړنې غندي:

"پاکستان اوس د افغانستان په خاوره تجاوز کوي، هغه وسله وال مخالفین چې د افغانستان او افغانانو خلاف جنګېږي هغوی ته روزنه او وسلې ورکوي، موږ د خپلې خاورې له لویشت لویشت نه دفاع ته چمتو یو."

مظاهره چیانو وویل کوز او بر پښتانه سره وروڼه دي او هیڅوک نشي کولی چې څوک يې په کرښو، جنګونو او نورو نومونو سره جلا کړي.

د لاریون په پای کې پرېکړه لیک ولوستل شو چې په کې د هر تجاوز کوونکي تجاوز غندل شوی و او له افغان خاورې او خلکو ساتنې لپاره د هر ډول قربانۍ ورکولو چمتوالی ښودل شوی و.

په کونړ او ننګرهار کې وروسته له هغه د پاکستان خلاف خلکو لاریونه وکړل چې له تېرو دوه ورځو د طورخم په پوله دوه ځلې د افغان ځواکونو او پاکستانیو قواو ترمنخ نښتې رامنځ ته شوې چې په کې دواړو خواو مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې له لومړۍ ورځې تر دې دمه د تورخم دروازه په بشپړ ډول بنده ده چې ورسره په پوله د پرتو ولسونو ژوند هم ګواښ سره مخ دی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG