د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

اخندزاد: په هلمند کې وسله والو مخالفینو ډیری سیمې نیولي


د هلمند د ولایتي شورا مسوولان وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د لښکرګاه د څلورمې حوزې په ګډون په درېیو ولسوالیو ګرشک، مارجې او نادعلي کې جګړې جریان لري.

دوی وایي چې په دغو ولسوالیو کې یوازې دولتي تاسیسات د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو نښتو کې څه باندې اتیا سرتیري وژل شوي دي.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه:

"جنګ هلمند کې شدت سره روان دی. وسله والو مخالفینو زیاتې سیمې خپل تر حاکمیت لاندې راوستي دي. په مارجې ګرشک، نادعلي او خپله څلورمه حوزه تر تهدید لاندې ده. افغان ځواکونو ته اتیا څخه تر پنځه اتیا تلفات اوښتي دي."

اخندزاده:افغان ځواکونو ته اتیا څخه تر پنځه اتیا تلفات اوښتي.
اخندزاده:افغان ځواکونو ته اتیا څخه تر پنځه اتیا تلفات اوښتي.

د هلمند نا ارامه جنوبي ولایت چې د چارواکو په خبره وسله وال په کې نفوذ لري، په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد و.

د هلمند د ولایتي شورا غړېو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که دغلته نور ځواکونه له ځمکنیو او هوایې تجهیزاتو سره وانه ستول شي نو مرکز لښکرګاه به سقوط وکړي.

د دغه خبرداري په دوام د کورنیو چارو وزارت د وسله والو مخالفانو د حملو د شنډولو په هدف هلمند ته اضافي ځواکونو له درندو تجهیزاتو سره ولیږل.

خو د هلمند د ولایتي شورا غړي وایي، دا ځواکونه کافي نه دي.

اخوا د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یوه خبري غونډه کې وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل څو د هلمند ځیني سیمې ونیسي خو دوی په خپل دې هدف بریالي نه شول.

وزیري:هلمند کې وضعه زموږ کنټرول کې ده.
وزیري:هلمند کې وضعه زموږ کنټرول کې ده.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په دسته جمعي توګه یې هلمند باندې برید وکړ او هلته سخته جګړه وه. په نهر سراج، ناد علي، مارجې، سنګین د لښکرګاه په ځينو سیمو باندې طالبانو ډېر بریدونه پلان کړي و. خو زه تاسو ته ویلای شم چې دښمن ماته وخوړله او هلمند کې وضعه زموږ کنټرول کې ده."

د هلمند امنیه قومندان اقا نور کینتوز هم وایي، هغه څه چې د هلمند په اړه په رسنیو کې خپریږي سم نه دي او د دغه ولایت امنیتي حالت د ډاډ وړ دی.

ښاغلي کینتوز زیاته کړه:

"هلمند کې ټوله کې وضعیت نورمال دی. هغه کسان چې د افغانستان سوله او امنیت خرابوي، موږ ورسره جګړه کوو."

د پوځي چارو کارپوهان وایي، په هلمند کې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ضعف او د خیالي ځواکونو موجودیت وسله والو ته فرصت برابر کړی څو له دغو خلاو استفاده وکړي.

عتیق الله امرخېل سپارښتنه کوي چې د هلمند د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید لومړی له پاکستان سره پوله کنټرول او بیا په کې پراخ تصفیوي عملیات وشي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG